په لاهور کې د خطرناکې ککړې هوا له کبله ښوونځي رخصت شوي
۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبهد اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، په لاهور کې د ابتدائیه ښوونځيو د تړلو اقدام، د حکومت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې موخه ېې تنفس سره تړاو لرونکو او نورو ناروغیو څخه د ماشومانو ژغورنه ده.
د پاکستان حکومت د سپارښتنې مطابق دغه ښوونځي به د ککړې هوا له کبله یوه اوونۍ تړلي پاتي وي. حکومت همدارنګه په ځينو مشخصو سیمو کې ساختماني کارون بند کړي او د لوګي خپرونکو موټرو خاوندان ېې جريمه کړي دي.
په لاهور کې هوا له تېرې مېاشتې راهیسې مخ پر خرابېدو شوه. په هوا کې د خاکستري رنګه سمي لوګي موجودیت د دغه ښار په لسونو زره خلک چې په هغو کې ډېر ېې ماشومان او د پاخه عمر کسان دي، ناروغان کړي دي.
لاهور د پاکستان د پنجاب ایالت مرکز دی چې له هند سره پر ګډه پوله پروت دی. د پنجاب د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې په هوا کې د کوچنیو ذراتو د غلظت اندازه ۴۵۰ ته رسېدلې ده چې خطرناکه ده.
(AP) mks/nz
له آرشیف څخه (05.11.2019 ):