1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

اردوغان: که د سوریې کردان وسلې کښېنږدي له منځه به یوړل شي

بريښنا صابر | آلمان خبري آژانس، رويټرز
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبه

اردوغان ويلي دي چې په سوريه کې دې کرد وسله وال يا خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي، يا دې «دفن کيدو» ته چمتو اوسي. نوموړي دا څرګندونې د ترکیې له ملاتړه برخمنو سوريايي جنګيالو او د کردي وسله والو ترمنځ نښتو ته په کتلو سره کړي.

https://p.dw.com/p/4oZOC
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان
د ترکیې ولسمشر د سوريې کرد وسله والو ته کلک ګواښ کړی دیانځور: Marko Djurica/REUTERS

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، دا څرګندونو د چهار شنبې په ورځ په پارلمان کې د خپل ګوند غړيو ته وکړې. نوموړي وويل: «بيلتون غوښتونکي قاتلان به يا له خپلو وسلو سره مخه ښه کوي او يا به له خپلو وسلو سره په سوريه کې دفن کړل شي.»

اردوغان، وويل چې ترکيه به ډېر ژر په حلب کې خپله قونسلګري پرانیزي.

اړونده موضوع: په سوريه کې د وسله والو ډلو پر منحل کېدو توافق شوی

نوموړې همدا شان زياته کړه چې انقره د راتلونکي کال د دوبي له پاره د په میليونو سوريايي مهاجرو څخه یې د ځينو د بيرته خپلو کورونو ته د ستنېدا له کبله پر خپلو پولو د ترافيک د زياتيدو انتظار لري. ترکیې په ميليونو سوريایي کډوالو ته پناه ورکړې ده.

«ايران دې په سوريه کې ګډوډي نه جوړوي»

په سوريه کې د نویو واکمنو او بېلا بېلو وسله والو ډلو ترمنځ د هغوی د منحل کیدو په اړه د توافق تر رامنځته کیدو وروسته د سوریې د بهرنيو چارو نوي وزير ايران ته د سوریې په چارو کې له لاس وهنې څخه خبرداری ورکړی دی.

د بهرنيو چارو وزير اسد حسين الشيباني، د ايکس شبکې له لارې ايران ته خبرداری ورکړ چې په «سوريه کې دې ګدډوۍ نه جوړوي.» نوموړي همدا شان د ایران پر مشرتابه د سوریې حاکميت ته د درناوي غږ وکړ.

د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي ول چې د سوریې له نويو واکمنانانو سره «هیڅ مستقيمه اړيکه» نه لري.

وزارت همدا شان غوښتنه کړې وه چې سوریه دې «د ترهګرۍ په ځاله نه بدليږي.» وزارت همدا راز د سوریې د «حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا» د ساتنې غږ هم کړی وو.

ايران او روسيه د سوریې په اوږده کورنۍ جګړه کې د پرځول شوي ولسمشر بشار الاسد کلک ملاتړي ول. ايران له نوموړي سره پر نورو سربيره د پوځي مشاورينو په برخه کې هم مرسته کوله.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب