سويډن د پناه غوښتنې قانون لا پسې سختوي
۱۴۰۳ آذر ۲۸, چهارشنبهد سويډن منځني ښی اړخه حکومت چې يو اقليتي ائتلاف دی او د مهاجرت ضد ديموکرات ګوند له ملاتړ څخه برخمن دی، په ۲۰۲۲م کال کې واک ته رسېدلی وو او ژمنه یې کړې وه چې د مهاجرت په تړاو به کلک سیاست پر مخ وړي.
د سويډن د مهاجرت وزير يوهان فورسېل، په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د پناه غوښتنې د هرو لسو څخه یې تر اوه ډېر غوښتنه ليکونه رد کيږي. هغه وويل چې «پر دې اساس هغوی [رد شوي پناه غوښتونکي] باید له هېواده ووځي»، خو «د پام وړ شمير» یې دا کار نه کوي.
د اوسني قانون پر اساس د پناه د يوې غوښتې د ردولو پريکړه او د اخراج حکم تر اجرا کیدو څلور کاله وروسته پورې معتبر دي او بيا وروسته له منځه ځي، توپير نه کوي چې دغه کس له سويډن څخه وتلی وي او که نه.
اړونده موضوع: سویډن ته اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی بیرته آلمان ته راغلی
فورسېل، دې تهسویډن ته اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی بیرته آلمان ته راغلی اشاره وکړه چې دا په دې معنا ده چې رد شوي پناه غوښتونکي حق لري چې غوښتنليک یې بيا ارزيابي شي «حتی که شرايط یې د مخکني په څېر پاتې هم وي.»
د مهاجرت وزير تاسف څرګند کړ چې دا کار د خلکو له پاره داسې انګیزه رامنځته کوي چې هغوی «پټ» شي او بيا څلور کاله وروسته پرته له دې چې له هيواده وتلي وي، بيا د پناه غوښتنه وکړي.
د سويډن د حکومت په حواله په ۲۰۲۳م کال کې د پناه څه نا څه ۲۵ سلنه غوښتنليکونه د هغو کسانو ول چې د پناه غوښتنه یې څلور کاله تر مخه رد شوې وه.
حکومت اوس يوه نوې طرحه معرفي کړې ده چې پر اساس به یې د پناه غوښتنې د ردولو پريکړه له «هېواد څخه تر وتلو» پنځه کاله وروسته پورې معتبره وي.
دا طرحه همدا شان دا امکان هم ردوي چې رد شوي پناه غوښتونکي په هيواد کې پاتې شي او د کار په موندلو سره اقامه ترلاسه کړي.
اړونده موضوع: سویډن غواړي پخپله خوښه ستنېدونکي مهاجر ته ۳۴ زره ډالر ورکړي
دا نوې طرحه لومړی باید د پارلمان له خوا هم تصویب شي، خو د سويډن حکومت اعلان کړی دی چې اټکل کوي دا قانون به د راتلونکي کال په اپريل میاشت کې عملي شي.
سويډن له ۱۹۹۰مي لسیزې راهېسې ډېرو مهاجرو ته پناه ورکړې ده. له دوی ډېری یې د افغانستان، ایران، عراق، سوماليا، سوريې او پخوانۍ یوګوسلاويه څخه راغلي مهاجر ول.
خو په ۲۰۱۵م کال کې سويډن ته د مهاجرو تر سترې څپې وروسته چې زياتره یې د سوريې وګړي ول، د دغه هېواد کيڼ او ښی اړخه حکومتونو هر يوه یې پخپل وار سره د پناه غوښتنې قوانين وار په وار پسې کلک کړل.