سویډن غواړي پخپله خوښه ستنېدونکي مهاجر ته ۳۴ زره ډالر ورکړي
۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعهد سويډن حکومت غواړي چې هغو مهاجرو ته چې پخپله خوښه بيرته خپلو هېوادونو ته ستنیږي، د ورکوونکو پېسو اندازه لوړه کړي. حکومت د پنجشنبې په ورځ وويل چې له ۲۰۲۶م کال څخه د تر ۳۵ زرو کرونو پورې چې ۳۰ زره او ۷۰۰ یورو يا ۳۴ زره ډالر کیږي، ورکړه په نظر کې لري.
د سويډن د مهاجرت وزير يوهان فورسېل، وويل: «موږ د مهاجرت د خپل سیاست په برخه کې د فکر د تغير په حال کې يو.»
دمګړۍ په خپله خوښه ستنېدونکي مهاجر کولی شي د يوه لوی کس پر سر کابو ۸۸۰ يورو او يوه ماشوم پر سر ۴۴۰ يورو ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د کورنۍ پر سر بيا دغه مبلغ کابو ۳۵۰۰ يورو کیږي.
د سویډن د ډېر ښی اړخي سويډن ديموکراتانو له ګوند څخه لودوګ اسپلنګ، وويل په خپله خوښه بيرته خپل هېواد ته د ستنېدونکو کسانو ته له ۱۹۸۴م کال راهېسې د تشويق په توګه پېسې ورکول کيږي خو دا لاره نستباً لږه څرګنده ده او «د لږو کسانو له خوا ترې استفاده شوې ده.»
نوموړي وويل چې د مبلغ له زياتولو سره په دې برخه کې تغير رامنځته شي.
د پېسو د ډېرولو دا پلان په داسې حال کې تصويب شوی دی چې د حکومت له خوا په تېره میاشت کې په پيل شوې يوه څيړنه کې د پېسو د اندازې له لوړولو څخه د صرف نظر سپارښتنه شوې وه ځکه چې د دې طرحې موثريت به په هغه اندازه نه وي چې بالقوه لګښتونه توجيه کړي.
د سویډن مخافطه پال لومړي وزير اولف کرستنسون، په ۲۰۲۲م کال کې واک ته د رسېدو پر مهال ژمنه کړې وه چې د مهاجرو شمير به راکم کړي او په هېواد کې به د جنایت پر ضد مبارزه وکړي.
د نوموړي اقليتي حکومت د سويډن ديموکراتانو ګوند له خوا چې په پارلماني ټاکنو کې د ۲۰،۵ سلنه رايو په اخیستو سره د دويم ستر سياسي ځواک په توګه راڅرګند شوی وو، ملاتړ کيږي.
سویډن له ۱۹۹۰مې لسیزې راهېسې د مهاجرو ډېر لوی شمیر ته پناه ورکړې ده چې ډيری یې له جګړو او بحران ځپلو سيمو لکه د پخوانۍ يوګوسلاويه، سوريې، افغانستان، سوماليا، ايران او عراق څخه دي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: