سويډن: ټولنیزو مرستو ته د غيراروپايي کډوالو لاسرسی محدودوو
۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبهد درې ګونديز ائيتلاف او ښي اړخي سويډن دموکراتانو د ګوند مشرانو چې د لومړي وزير اولف کريسترسون د اقليت حکومت زغمي، د جمعې په ورځ د »داګنس نيهتر« ورځپاڼې ته ويلي چې »د ادغام له داسې سياست سره يوځای چې (له کډوالو) هيڅ غوښتنې نه لري او دا چې هغوی نه هڅول کيږي چې ټولنې ته ادغام شي، دغه پراخ مهاجرت په سويډن کې درز راوستی دی.«
دغو مشرانو همداراز له »بېلتانه، ټولنيز واټن، بې کارۍ، په ښوونځي کې خرابو نتايجو او د سويډني ارزښتونو کموالي« ته ګوته ونيوله. په خبره يې په خارج کې له زېږېدلو کسانو سره »ډېرې ستونزې« شتون لري، ځکه چې هغوی بې کاره وي او د دولت په لګښت خپل ژوند مخ ته بيايي.
ياد ائيتلاف ځکه نو غواړي چې د غيراروپايي کډوالو له پاره ټولنيزې مرستې محدودې کړي چې پکې د ماشومانو، د اوسېدو، د بې کارۍ، د بيمې او د والدينو له پاره پيسې شاملې دي. سربېره پر دې بايد دغه ډولکډوال سويډنۍ ژپه زده کړي او ځان ته کار هم پيدا کړي.
سويډن چې د ۱۰،۳ ميلیونو په شاوخوا کې اوسېدونکي لري، د نوي يمو کلونو راهيسې د افغانستان، سوريې او عراق په څېر له جګړه ځپلو هېوادونو څخه کډوال منلي دي. حکومتي مشر کريسترسون تېره مياشت د منظمو ډلو له خوا تاوتريخوالی د کډوالۍ د ناکام سياست او ناکام ادغام پايله بللې وه.
همداراز د بلجيم په بروکسل ښار کې د فوټبال د دوو سويډني مينه والو وژنې هم د خلکو احساسات راپارولي دي. عامل يې يو اسلام پال تونسی بلل کيږي چې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې يې د پناه غوښتنه رد شوې وه، خو له اروپا څخه اخراج شوی نه و.