د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه
۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سهشنبهد ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روسیې، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، تاجيکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو د سه شنبې په ورځ په تاشکند کې يوه غونډه تشکيل کړې او په پام کې لري چې په منظم ډول ملاقاتونه ولري او د افغانستان پر مسايلو خبرې اترې وکړي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف، وويل چې دې ډلې له لوېديځو هيوادونو غوښتي چې د افغانستان د بانک کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې کړي.
اړونده موضوع: طالبانو سره د ایران ستونزمن ګاونډیتوب
نوموړي د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل: «د دې هيوادونو ځانګړو استازو ټينګار وکړ چې د افغانستان بانک ته د پېسو بيرته ستنول په لومړي قدم کې باید د ښوونکو او ډاکترانو د معاشونو له پاره وکارول شي او په عين حال کې د ټولنې له هغې برخې سره باید مرسته وشي چې په ډېر سخت وضعيت کې قرار لري.»
ارګاشف وويل: «هغوی همدا راز پر دې هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې کابو ۲۵ ميليونه وګړي له لوږې کړيږي او له خوراکي توکو محروم دي.»
اړونده موضوع: افغان طالبان د دو انتخابونو تر منځ: د پاکستان حکومت که «ټي ټي پي»؟
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امريکا متحده ایالاتو د افغانستان د بانک کابو ۷ میليارده شتمني کنګل کړه. د دې بانک څه نا څه دوه ميليارد نوره شتمني د اروپا په بانکونو کې بنده پاته ده.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د امريکا حکومت د کنګل شوې شتمنۍ کابو نيمه برخه په سويس کې يوه امانتي صندوق ته انتقال کړې ده.
ملګرو ملتونو تېره میاشت ويلي ول چې په افغانستان کې کابو شپږ میليونه انسانان د قحطۍ له خطر سره مخ دي او د هيواد يو پر درېمه برخه نفوس له سختې لوږې سره لاس او ګريوان دي او په بيړه مرستو ته اړتیا لري.
ب. ص/ ن . ز (Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: