د امريکا محکمه: د افغانستان شتمنۍ د ضبط صلاحيت څوک نه لري
۱۴۰۱ اسفند ۳, چهارشنبهد افغانستان د بانک دا شتمني چې د نيويارک په يوه فدرالي بانک کې ساتل شوي، د ۲۰۲۱م کال د اګست پر پنځلسمه نېټه واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته کنګل کړل شوې وې.
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن بيا وروسته ویلي ول چې دغه پېسې کيدای شي په امريکا کې د سپتمبر۱۱ پيښي د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.
د قربانيانو د کورنيو يوې ډلې چې کلونو مخکې یې پر طالبانو د خپلو زيانونو له کبله دعوا کړې وه او دغه دعوا یې ګټلی هم وه، د بایدن تر دې څرګندونو وروسته د دې له پاره هلې ځلې پېل کړي دي چې دغه پېسې د محکمې د مصارفو د خپلو پورونو د پرې کولو په موخه ضبط کړي.
اړونده موضوع:امریکایې محکمې د افغانستان له شتمنیو د غرامت ورکړه رد کړې
خو د نيويارک د جنوبي سيمې د محکمې قاضي جارج دانيلز د سه شنبې په ورځ وويل چې فدرالي محکمه د افغانستان د مرکزي بانک د پېسو د ضبط صلاحيت نه لري.
دانيلیز په ۳۰ مخیزه پريکړه کې تشريح کړه ده چې په امریکا کې د سپتمبر ۱۱ پيښي د قربانيانو کورنۍ د تاوان د ترلاسه کولو حق لري، خو دا کار د افغانستان د مرکزي بانک په پېسو نه شي ترسره کيدلی.
هغه وويل: «د سپتمبر يولسمي په بريدونو کې د مسئوليت تاوان باید طالبان او نه د افغانستان خلک او يا پخوانی حکومت ادا کړي.»
دانيلز دا هم وويل چې د «اساسي قانون د محدوديت» له مخې دی نه شي کولی دغه شتمنۍ د قربانيانو کورنيو ته ورکړي، ځکه دا به په دې معنی وي چې [امريکا] طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت پيژني.
اړونده موضوع: د بشري حقونو کارپوهانو د افغان شتمنيو د آزادولو غوښتنه کړې
په ۲۰۲۱م کال کې واک ته تر رسېدو راهېسې طالبانو د امريکا په ګډون تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دي پيژندلي.
د قاضي دانیلیز دا پريکړه چې په تېر کال کې د يوه بل قاضي له پريکړې سره سمون لري، د سپتمبر۱۱ پيښي د قربانيانو د کورنيو او د بيمې د هغو شرکتونو له پاره چې د بريدونو له کبله یې تاوان ورکړی دی، يوه ناکامي ده. د سپتمبر د ۱۱مې نيټې په بريدونو کې تر ۲۹۰۰ زيات کسان ووژل شول.
د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په امريکا کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ ميليونه ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل کړل شوې.
اړونده موضوع: «بايدن ښايي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ يوه برخه د سپتمبر د بريدونو قربانيانو ته ورکړي»
ولسمشر جو بايدن بيا د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د افغانستان دغه ۷ ميليارده ډالر کنګل شوې شتمنۍ په دوو برخو وويشلې چې درې نيم ميليارده یې ترې د افغانستان له پاره د بشري مرستو صندوق ته وسپارلې او نوري یې د سپتمبر د ۱۱مې د قربانيانو کورنيو ته ځانګړي کړې.
خو اوس تر دې پريکړې وروسته لا څرګنده نه ده چې له دغو پېسو سره به څه کيږي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: