افغان طالبان د دو انتخابونو تر منځ: پاکستان که «ټي ټي پي»؟
۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبههغه مهال چي طالبان د دوهم ځل پر افغانستان واکمن سول، داسي انګېرل کېده چي تر ډېره به د پاکستان حکومت تر نفوذ او تاثیر لاندي وي، خو وروستیو بدلونونو دا خبره روښانه کړه چي د پاکستاني طالبانو موضوع د دواړو لوریو ترمنځ د خواشینۍ جدي ټکی دی.
د تېري شل کلني جګړې په دوران کي پاکستان په ځانګړي ډول د پاکستان پوځ په دې تورن و چي افغان طالبانو ته يې د اوسیدو ځایونه ورکړي او ان د طالبانو د رهبرۍ شورا چي د «کوټي شورا» په نامه یادېده هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کي ځای ورکړی.
طالبان چي یوار بیا د واک پر ګدۍ کښېنستل، نو د پاکستان سره يې تر ټولو نژدې راشه درشه درلوده، که څه هم پاکستان تراوسه دغه ډله په رسمیت نه پېژني، خو د طالبانو ور لېږل سوي ډيپلوماټان يې منلي دي.
پردې سربېره افغان طالبانو د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ منځګړیتوب هم وکړ او په دې ډول د دواړو خواوو ترمنځ یو څو میاشتنی اوربند هم وسو، خو دواړي خواوي پر تلپاته سوله یوې هوکړي ته ونه رسېدلې.
پاکستاني طالبانو په نومبر میاشت کي اوربند پای ته ورساوه او له هغه وروسته په پاکستان کې څو ډله ایز بریدونه وسول.
د پاکستاني طالبانو له خوا د ورته بریدونو په ډېريدو سره د پاکستان لوړ پوړو چارواکو وویل چي دغه بریدونه د پاکستاني طالبانو له خوا په افغانستان کي طرح او په پاکستان کي عملي کېږي.
اړوند: بلاول بوټو: افغان طالبان یوحقیقت او پاکستاني طالبان فتنه ده
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت شورا د لومړي وزیر په ګډون یوه غونډه جوړه کړه او په دې ناسته کي يې د تحریک طالبان له خوا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کي وروستي بریدونه و ارزول. په غونډه کي وویل سول چي پاکستان د خپلو خلکو د ساتني حق لري.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت هم په دې اړه غبرګون ښوولی او ویلي يې دي چي د تروریزم په وړاندي پاکستان د خپلو خلکو د ساتني او دفاع مشروع حق لري.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاند نټ پرایس د پا کستان د ملي امنیت شورا اعلاميې ته په اشارې سره وویل په دې اړه معلومات لري: «د پاکستان خلک د تروریسټي بریدونو له امله زیات ځورېدلي دي، پا کستان دا حق لري چي د تروریزم پر وړاندي له ځانه دفاع وکړي.»
اړوند: مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه څرګندونو څخه ډډه وکړي
پرایس د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل چي طالبانو هلته ژمنه کړې ده او نه پرېږدي چي افغان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول سي. هغه زیاته کړه: «دا د هغو ژمنو په لړ کي ده، چي طالبان تر نن ورځي پوري په دې نه دي توانیدلي چي سرته يې ورسوي یا هم لږ ورته مایل سي.»
اړوند: ګوتریش طالبانو ته: د تروريستي سازمانونو فعالیتونو ختم کړئ
ګوتریش طالبانو ته: د تروريستي سازمانونو فعالیتونو ختم کړئ
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهاد وايي، پاکستان په تیرو دوو لسیزو کي د طالبانو په ګډون د ډېرو تروریستي ډلو ملاتړ کړی، خو اوس هغه ډلي د دوی له مهاره وتلي دي.
هغه وايي، د پاکستان نوی حکومت غواړي چي د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان په وړاندي ټینګه مبارزه پیل کړي او دا لیري نه ده چي د افغانستان په خاوره کي د یادي ډلي کمپونو باندي بریدونه وکړي، خو دا خبره لا نه ده معلومه چي د افغانستان طالبان به د پاکستان له حکومت سره د ښو اړیکو په بدل کي دې ته چمتو سي چي د پاکستاني طالبانوپر وړاندي ګامونه پورته کړي او کنه.
د سیاسي چارو شننونکی احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل، د پاکستاني او افغان طالبان بېلول ناشوني دي.
سعیدي وايي، د افغانستان او پاکستان طالبان یوه ایډیولوژي لري او په کلنو په یو سنګر کي يو د بل ترڅنګ جنګېدلي دي. هغه په ټینګار سره وویل: «افغان طالبان نه غواړي چي د پاکستان حکومت په غوښتنه پاکستاني طالبان وځپي.»
د سعیدي په قول، که چیري افغان طالبان د پاکستان غوښتنه ومني او د پاکستاني طالبانو پر وړاندي ګام پورته کړي، خپله له ګواښ او خطر سره مخامخیږي.
د سیاسي چارو یو بل شننونکی حکمت الله حکمت بیا په دې اند دی چي د پاکستاني طالبانو پر سر په افغانستان کي د طالبانو اداره په خپلو منځونو کي ژور اختلاف لري، نوموړی زیاتوي: «د افغان طالبانو یوشمېر لوړ پوړي چارواکي د پاکستان له ستراتیژۍ سره جوړ نه دي او د دوی موجودیت د دې سبب سوی دی چي د پاکستان غوښتني د طالبانو له خوا عملي نه سي، نو دا دلیل دی چي پاکستان دغه ډول نظرونه وړاندي کړي دي.»