بلاول بوټو: افغان طالبان یوحقیقت او پاکستاني طالبان فتنه ده
۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو تحرکاتو ته په اشارې دغه ډله «فتنه» بللې او په ورته وخت کې نوموړي افغان طالبان «یو واقعیت» بللی دی.
وروسته له هغې چې د پاکستاني طالبانو بریدونه په دغه هیواد کې ډیر شول د لومړي وزیر شهباز شریف له سیاسي او پوځي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې «هیڅ هیواد ته به اجازه ور نه کړي چې ترهګرو ته پناه ورکړي او بیا پر باکستان بریدونه وکړي »
مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه څرګندونو څخه ډډه وکړي
په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ټویټر لیکلي چې په پاکستان کې روان وضعیت او نا امني تر ډېره د پاکستان د حکومت د سیاستونو پایله ده. هغه له پاکستانه وغوښتل چې له نا امنیو سره د اغیزمنې مبارزې له پاره د تېرو څو لسیزو پر سیاستونو له سره ژور غور وکړي.
په دغه ټویټ کې کرزي د پاکستان له حکومته غوښتي چې «له ګواښونو او تاوتریخوالي ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره له افغانستان سره د متمدنو او نیکو اړیکو لار خپله کړي.»
په دې وروستیو کې یو شمېر پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د جنګیالیو د شتون خبره کړې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې پر ضد د عملیاتو موضوع څېړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتي ول چې له «بې اساسه او پارونکو» څرګندونو ډډه وکړي. هغه ټینګار کړی وو چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
خو د پاکستان د "ډان" ورځپاڼې د راپور له مخې، د دفاع وزیر خواجه اصف د "جیو نیوز" چینل ته ویلي، چې د هوکړې برعکس د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي.