1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د ۳۷ وسلوالو یاغیانو د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۳ شهریور ۱۰, شنبه

د پاکستان پوځ ويلي چې په څه باندې يوه اوونۍ کې ېې د وسلوالو پر مختلفو پټنځایونو عملیات کړي چې په کې ۳۷ وسلوال یاغیان وژل شوي دي. پوځ ويلي چې دغه وسلوال د پاکستان په شمال غرب کې په خپلو پټنځایونو کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4k7za
د پاکستان د پوځ یو سرتېری په خیبر پښتونخوا ایالت کې افغانستان پولې ته نژدې په یوه سرحدي پوسته کې
پاکستان د بلوچستان ایالت د وروستيو خونړیو حملو وروسته چې په کې له ۵۰ ډېر کسان ووژل شول، د اورپکو ضد چاڼيز عملیات چټک کړي ديانځور: Aamir Qureshi/AFP

 د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اگست ۳۰مه) د یاد مطلب په ويلو زیاته کړې چې ځواکونو ېې له دې علاوه پنځه نور ياغیان د پاکستان په جنوب غرب نا آرامه سیمه کې هم وژلي دي.

پاکستان د بلوچستان ایالت د وروستیو خونړیو پېښو راهيسې د اسلامپاله افراطي وسلوالو او کوچنیو بېلتون غوښتونکو ډلو پر ضد پوځي عملیات چټک کړي دي. بلوڅ بېلتون غوښتونکو د بلوچستان ایالت په مختلفو ولسوالیو کې په همغږه بریدونو کې له ۵۰ ډېر کسان له موټرو کوز او ووژل چې په کې ملکیان او امنيتي ځواکونه شامل ول.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې د خيبر پښتونخوا ایالت په تیرا علاقه کې ېې د شپنیو عملیاتو په جریان کې په لسونو وسلوالو یاغیان وژلي دي. په اعلامیه کې راغلي چې دې سره د اګست مياشتې له شلمې راهيسې د دوی په عملیاتو کې د وژل شوو وسلوالو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.

پوځ په یوه بله جلا اعلاميه کې ادعا کړې چې له دې علاوه ېې پنځه نور یاغیان د درو عملیاتو په ترڅ کې په بلوچستان کې هم وژلي دي. اعلامیه زياتوي چې دغه وسلوال د بلوچستان په وروستیو خونړیو حملو کې ښکیل ول.

د پاکستان حکومت د بلوچستان تر وژونکو حملو وروسته وويل چې دوی په ټولو هغو سیمو کې چې وسلوالو حملې کړي چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

خو ځينې پوځي شنونکي په دې باور دي چې تاوتريخوالي په تاوتريخوالي نه حل کيږي.

په لندن کې ميشته د امنيتي چارو کارپوهه، ډاکټره عایشه صدیقه وايي چې د بلوچستان ناامنۍ سیاست سره تړلې دي او حلول ېې د سیاسي لارو چارو ضروري دی.

(AP)mks/aa/

له آرشیف څخه:

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل