1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د بلوچ بیلتون غوښتونکو پرضد عملیات پیل کړي

۱۴۰۳ شهریور ۷, چهارشنبه

پاکستاني ځواکونو د سه شنبې په ورځ بلوچستان ایالت کې د هغو وسلوالو بيلتون غوښتونکو لټون پيل کړی چې تر دې مخکې یې په لسونو کسان له موټرو کوز او وژلي ول. ایالتي حکومت وايي تر اوسه د عملیاتو په نتیجه کې څوک نيول شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/4jzic
رپوټونه وايي بلوچ بيلتون غوښتونکو یاغیانو د یوې لويې لارې کنټرول په نيولو سره په لسونو کسان له موټرو کوز او ووژل
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د اګست ۲۶مه تاوتریخوالیانځور: ReutersTV

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسلوالو ياغیانو د یوې لویې لارې کنټرول په لاس کې اخیستلو سره ۲۳ کسان ووژل چې اکثریت ېې د ګاونډي ایالت پنجاب کارګر ول. وسلوالو پر يوه هوټل او د اورګاډې پټلۍ پر يوه پله چې بلوچستان ایالت د پاکستان له نورو برخو سره نښلوي، حمله وکړه.

رپوټ وايي چې امنيتي ځواکونو د یاغیانو د لټون په ادامه د سه شبنې په ورځ داګست ۲۷مه ټولې هغه سيمي محاصره کړې چې ياغیانو په کې حملې کړي دي. خو په بلوچستان کې د ایالتي حکومت ویاند شاهد ريند وويل «چې تر اوسه کوم څوک نه دي نيول شوي او نه هم نور وسلوال یاغيان وژل شوي دي.»

د يکشنبې ورځې په تاوتريخوالو کې ۳۴ ملکیان او ۱۵ امنیتي ځواکونه ووژل شول، په داسې حال کې چې پوځ هم د ۲۱ وسلوالو یاغیانو د وژلو ادعا وکړه.

 د پاکستانامنيتي ځواکونه په بلوچستان ایالت کې له لسیزو راهیسې د فرقه يي او توکمي ډلو او د بيلتون غوښتونکو د تاوتريخوالو پر وړاندې جګړه کوي. خو وروستۍ سازمان شوې حملې چې د بلوچستان په څو ولسواليو کې وشوې، د بلوچستان ایالت په تاريخ کې د تر ټولو ناوړه پېښو څخه یوه ښودل شوې ده.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، دغه حملې د «افسوس وړ» بللي دي.

شریف وويل: «په بلوچستان کې د مذاکراتو په موخه دروازې د هغو پر مخ تل خلاصې دي کوم چې پر پاکستان باور لري او بیرغ او اساسي قانون ېې مني.»

د وروستيو حملو مسئولیبت بلوچ ليبریش آرامي (بي ال اې) چې په بلوچستان ایالت کې د یاغیانو تر ټولو فعاله ډله ده، منلی دی. دغې ډلې تر دې مخکې په دغه ایالت کې پر چینايي پانګوالو د حملو مسئولیت هم منلی دی.

بي ال اې چې له پاکستانه د خپلواکۍ تر لاسه کولو له پاره جنګيږي، د پاکستان مرکزي حکومت د دغه ایالت د کانونو پر غیرعادلانه استفادې تورنوي. بلوچستان د پاکستان هغه ایالت دی چې تر ټولو ډېر کانونه لري.

سعودي عربستان چې د پاکستان نیژدې متحد دی او ګڼ شمېر پاکستاني مهاجرو ته ېې ځای ورکړی، د یوې اعلاميې په خپرولو سره ېې په بلوچستان کې وروستۍ حملې «په تر ټولو شديد شکل سره» غندلي دي.

(AFP)mks/akh

له آرشیف څخه (14.07.2019 ): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل