«وسله والو د پاکستان پوځ لوړ افسر او د هغه وروڼه برمته کړي»
۱۴۰۳ شهریور ۸, پنجشنبهد المان خبري آژانس د دوو استخباراتي سرچینو له قوله وايي چې وسله والو د پاکستان د پوځ دغه افسر چې رتبه ېې ډګرمن ښودل شوې، د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت له دېره اسماعيل خان څخه برمته کړی. زیاته شوې چې دغه افسر د خپل پلار د جنازې مراسمو ته تللی وو.
سرچينو زیاته کړې ده چې له دغه افسر سره د هغه دواړه برمته شوي وروڼه هم د حکومتي موسساتو کارکوونکي دي. ځايي رسنیو بیا د کورنۍ د څلورم غړي د برمته کولو هم ويلي، خو د دغې ادعا پخلی نشي کېدای.
په سملاسي توګه د پېښې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم روښانه ده چې د دغه اقدام تر شا څوک دي، خو استخباراتي سرچينو ويلي دي چې دوی پر پاکستاني طالبانو شک لري.
استخباراتي سازمانونو اندېښنه ښوولې چې د پېښې عاملین به ښايي په دې کار سره د خپلو بندیانو د تبادلې هڅه وکړي، هغه څه چې تر دې مخکې هم په کراتو شوي دي.
د پېښې ځای شمالي وزيرستان ته نژدې دی چېرته چې پخوا پکې القاعده شبکې پورې تړلي وسله وال فعال ول او اوس هم ورڅخه د ناامنيو رپوټونه ورکول کیږي.
(dpa)mks/nz