1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د جون تر ۳۰ به هیڅ راجستر شوی افغان نه اخراجیږي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ دی ۱۸, سه‌شنبه

د پاکستان مرکزي حکومت سترې محکمې ته ډاډ ورکړی دی چې راجستر شوو مهاجرو ته د ورکړل شوو «POR» کارتونو موده د جون تر ۳۰ نیټې پورې غځول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4otZQ
د پاکستان په خیبر پختونخوا کې افغان مهاجر
په پاکستان کې د «ACC» کارت درلودونکو افغان مهاجرو شمیر نږدې ۱۳ لکه او د «POR» کارتونو درلودونکو شمیر بیا ۷ لکو ته رسیږيانځور: Hussain Ali/ZUMA Wire/IMAGO

ټاکل شوې ده چې نن سه شنبه (د جنورۍ ۷ نیټه) به د سترې محکمې اړوند د اساسي قانون محکمه یو وار بیا له پاکستان څخه د افغانانو د ډله ایز اخراج پر ضد د غوښتنې استماعیه غونډه پیل کړي.

په همدې منځ کې مرکزي حکومت سترې محکمې ته ډاډ ورکړی دی چې راجستر شوو مهاجرو ته د پي او ار(پروف اف رجسټریشن) کارتونو نیټه یي د جون تر ۳۰ نیټې پورې غځولې ده.

د قاضي امین الدین خان په مشرۍ د سترې محکمې یو اووه کسیزه هیئت به د عالي کمیټې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۳ نیټې د هغې پریکړې پر ضد غوښتنې ته رسیدګي وکړي چې د افغانانو د ډله ایز اخراجولو په اړه یې کړې وه. دغه شکایت یا غوښتنه د مدني ټولنې د اتحاد له خوا وړاندې شوې وه.

په پاکستان کې د «ACC» کارت درلودونکوافغان مهاجرو شمیر نږدې ۱۳ لکه او د «POR» کارتونو درلودونکو شمیر بیا ۷ لکو ته رسیږي.

د نږدې ۸۰۰ زره غیرقانوني بهرنیانو اخراج

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په وړاندې کړای شوي رپوټ کې ویل شوي چې تر اوسه پورې ۷۸۴۹۵۴ غیر قانوني مهاجر بیرته د دوی هیواد ته استول شوي دي.

د ۲۰۲۳م کال په نوامبر کې شکایت وړاندې کوونکو د هغه وخت د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له خوا د ناقانونه بهرنیانو د اخراجولو حکم پر ضد سترې محکمې ته مراجعه کړې وه.

اسلام اباد کې افغان کډوال وايي ژوند یې په ویره کې تیریږي

د غوښتلیک وړاندې کوونکو اساسي استدلال دا و چې ډله ایز اخراج نه یوازې د بشري حقونو اړوند د پاکستان د ملي او نړیوالو ژمنو څخه سرغړونه ده، بلکې دا د سرپرست حکومت د واک له دایرې څخه بهر خبره ده.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو وضعیت ډیر خراب دی

د بشري حقونو سازمان د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمیټې په یوه اعلامیه کې په دې وروستیو کې د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې له خوا خپرې شوې تګلارې ته په اشارې سره په پاکستان کې د افغان مهاجرو وضعیت «مخ پر لا زیات خرابیدو» بللی او زیاته کړې یې ده چې دغې تګلارې د دوی ستونزې لا پسې زیاتې کړي دي.

نوموړې کمیټې د پاکستاني چارواکو له خوا د نافذ کړای شوو اقداماتو په پایله کې د مخ په زیاتیدونکي ډول زورونې، رشوت او اداري خنډونو په څیر ستونزو یادونه وکړه چې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: «په ځانګړي توګه هغه کسان له ډیر خطر سره مخامخ دي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.»

زیاته شوې ده: «دوی په غیر رسمي ډول مجبوره کیږي چې له پولیسو څخه ځان وساتي، چې له امله یې دوی له ډیر رواني او مالي فشار سره مخامخ کیږي. له دی کبله دوی د خپلو کورنیو د اړتیاو په پوره کولو کې پاتې راځي.»

کمیټۍ خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان د پالیسیو له کبله د افغانانو د بشري حقونو مدافعین، نورې کمزورې ډلې او په ځانګړي توګه هغه کسان چې باید له دغه هیواد څخه ووځي، ډیر له خطر سره مخامخ دي.

کمیټۍ د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې ده او پر نړیوالو ادارو، د بشري حقونو ډلو او ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې دوی دې افغان مهاجر له زورول کیدو، جبري اخراج او اړوندو خطرونو څخه وژغوري.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل