په دېره اسماعيل خان کي پر امنيتي پوستې بريد شوی دی
۱۴۰۳ دی ۱۱, سهشنبهد ځايي پولیسو یو افسر عبدالله خان، وويل چې دغه حمله په دېره اسماعیل خان علاقه کې د پولیسو پر ډرابن پوسته شوې ده. په وینا ېې يو بل کس ټپي شوی هم دی او وژل شوی ملکی کس د پولیسو د مشتریانو د څانګې یو کارکوونکی و.
عبدالله خان وویل چې امنيتي ځواکونو پر حمله کوونکو متقابلې ډزې پيل کړې خو «د شورشیانو ډله د پېښه له ځایه په تېښته بریالۍ شوه.»
اسوشتید پریس له پېښوره وايي چې د حملې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستي خو د دا ډول حملو شک پر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) کيږي. دغه وسله واله ډله چې په پاکستاني طالبانو هم یادیږي، په خپلو اکثرو حملو د پاکستان امنيتي ځواکونه په نخښه کوي چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا ایالت پر ناامنه قبایلي علاقو حملې کوي.
اسلام آباد ادعا کوي په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو د بیا حاکمېدو وروسته، پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی او دا چې دغه حملې د افغانستان له خاورې پلانیږي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د پاکستان حکومت ادعاوې تل رد کړي دي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې چندان ښې نه دي. په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې د دواړو هېوادونو امنيتي ځواکونو په سرحدي علاقو کې څو ځله پر یو بل ډزې کړي چې مرګ ژوبلې ېې هم درلودلې دي.
په تر ټولو وروستۍ پېښه کې تېره اوونۍ د افغانستان د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ «د پاکستان په هوايي حملو» کې شاوخوا ۵۰ کسان ووژل شول. که څه هم اسلام آباد په رسمي توګه نه ده منلې چې دغه بمبارۍ ېې کړي، خو د دغه هېواد یوې لوړپوړې امنيتي سرچينې وویل چې په یادو هوايي حملو کې د «تروریستانو پټنځایونه» په نخښه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړ دی چې د دغو حملو غچ به اخلي چې ورپسې ېې د «فرضي کرښې بلې خوا ته» د یو لړ انتقامي بریدونو خبر ورکړ.
د پاکستان ېوې امنيتی سرچينې هم دغه بريدونه تائيد کړل او وې ويل چې یو پاکستانی ملېشه پکې وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.