1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

«د امریکا په لاس ويګاس کې د ترمپ هوټل مخې ته چاودنه شوې»

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پريس، اسوشتید پریس، رويټرز
۱۴۰۳ دی ۱۳, پنجشنبه

د امریکا په لاس ويګاس کې د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د يوه هوټل مخې ته د یوه موټر په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي. پولیس وايي چاودنه په یو تېسلا سايبرترګ ډوله موټر کې شوې دې.

https://p.dw.com/p/4okma
په لاس ویګاس کې د ترمپ یوه هوټل مخې ته د سایبرترګ موټر چاودنه
د امریکا په لاس ويګاس کې د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د يوه هوټل مخې ته د یوه سایبرترګ موټر په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي ديانځور: Alcides Antunes/via REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو په لاس ویګاس کې د تېسلا سایبرترګ موټر چاودنه د چهارشنبې په ورځ د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ پورې اړوند یوه هوټل مخې ته وشوه چې دغه موټر پکې سوځېدلی دی.

پولیس وايي په پېښه کې يو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پولیس: «چاودنه لویه» وه

د لاس ويګاس د پولیسو مشر، کیوین مک مهیل، په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې موټر تر چاودنې مخکې د هوټل ورودي ښيښه ای دروازې سره درول شوی و.

هغه زیاته کړه په پېښه کې د موټر په منځ کې «یو شخص مړ شوی» او ۷ تنه نور برسېرن ژوبل شوي دي. مک مهیل وويل چې هوټل تخلیه شوی دی.

پولیس وايي د چاودنې په هکله ېې تحقیقات پيل کړي او له اف بي آی سره پر دې کار کوی چې وګوري آیا دغه پېښه له تروریزم سره تړاو لري که نه. رپوټونه وايي چارواکي د دې احتمال چې دا دې یو تررویستي عمل وي، نه ردوي.

سایبر ترګ د تېسلا کمپنۍ تولید دی چې مالک ېې د ترمپ نژدې ملګری ایلان ماسک دی. ماسک پر اکس شبکه ليکلي چې دغه چاودنه په خپله موټر سره کوم «ارتباط نه لري.»

هغه زیاته کړې: «چاودنه د اورلوبو د ډېر مقدار سوځېدونکي موادو او یا هم په یو کرايي موټر کې د اېښي یو بم له کبله وي. په خپله موتر سره ارتباط نه لري.»

ماسک تر دې مخکې ويلي وو چې يو ټيم د پېښې په هکله تحقیقات کوي.

هغه وروسته په یو بل پُست کې وويل چې دغه پېښه داسې ښکاري لک «يو تررویستي عمل چې وي.» زیاته شوې چې دغه سایبرټرک او د نیو اورلینز ایالت پېښې اف -۱۵۰ ډوله موټر، دواړه له تورو شرکت کراه شوي وو. د امریکا د نیو اورلینز ایالت په پېښه کې یوه حمله کوونکي د خلکو پر ګڼې ګوڼې موټر وځغلاوه ۱۲ کسان ېې مړه او تر ۳۰ زیات ېې ټپيان کړل. دغه پېښه هم د چهارشنبې په ورځ وشوه.

سپينې ماڼۍ ويلي چې ولسمشر جو بایدن له چاودنې خبر شوی او خپل ټيم ته ېې د فدرالي مرستو سپارښتنه کړې ده.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل