«د امریکا د نیو اورلينز بریدګر د داعش بیرغ درلود»
۱۴۰۳ دی ۱۳, پنجشنبهد رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډله چې يو وخت په عراق او سوريې کې ډېره فعاله وه د امریکا متحده ایالاتو د نیو اورلينز ښار په حمله کې ښکيلتیا لري. د چهارشنبې په ورځ یوه کس په په ياد ښار کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې لارۍ موټر وروځغلاوه چې په نتيجه کې ېې ۱۵ کسان مړه او تر ۳۰ زيات نور ټپیان شول.
په رپوټ کې حمله کوونکی د شمس الدین جبار په نوم ښودل شوی چې د تکزاس پخوانی اوسېدونکی دی، ۴۲ کاله عمر لري او یو وخت ېې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده. زیاته شوې چې هغه د حملې په جریان کې له ځان سره د داعش یو بیرغ لېږداوه.
د جبار په هکله ويل شوي چې هغه د داعش ډلې څخه الهام اخیستلی دی. د امریکا ولسمشر جو بایدن، وويل چې اف بي آی ورته معلومات ورکړل چې جبار تر حملې مخکې پر ټولنیزې رسنۍ یوه ويډيو خپره کړې وه چې ښيي هغه له داعش ډلې الهام اخیستی دی.
د داعش په هکله ویل کيږي چې تر القاعده شبکې دېره افراطي او خشینه ده.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې تېره ورځ په سومالیا کې پر ېو پوځي بېز د حملې مسئولیت منلی دی. داعش پر تلیګرام لیکلي دي چې دغه حمله پرون سهار وختي د سومالیا په شمالشرقي سیمه، پونتلند کې شوې.
د داعش په اعلاميه کې راغلي دي چې دغه حمله د دوی ۱۲ جنګیاليو له دوو موټربمونه سره کړې. داعش ادعا کړې ده چې په دغه حمله کې ېې د پوتلند ۲۲ پوځي پرسونل وژلی او په لسونو نور ټپیان شوي دي.
رويټرز په دغه رپوټ کې د داعش په هکله کتنه کې وايي چې په عراق کې د دغې ډلې ټول کلیدي بهرني جنګیالي افغانستان، پاکستان او سوريې په څېر هېوادونه ته تښتېدلي دي چې اکثره ېې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګي سره يو ځای شوي دي. رپوټ وايي داعش خراسان د افغانستان او پاکستان او ایران د سرحدونو په اوږدو کې فعاله ده.