1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهجاپان

د جاپان د لومړي وزیر په ټاکنیز کمپاین کې چاودنه شوې

۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبه

په جاپان کې تیر کال د هغه وخت لومړی وزیر شینزو آبه د سړک په غاړه په ډزو ووژل شو او اوس یې د ځای ناستې په ټاکنیز کمپاین کې یو لوګی رامنځته کوونکی بم وچاودید. د جاپان لومړی وزیر کیشیدا بې له ځنډه امن ځای ته انتقال شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Q7z4
Japan | Zwischenfall beim Besuch von Fumio Kishida in Wakayama
انځور: Kyodo/REUTERS

د شنبې ورځې (د اپریل میاشتې ۱۵ نیټه) په سهار د جاپان د لومړي وزیر فومیو کیشیدا په انتخاباتي کمپاین کې یوه چاودنه وشوه.

د جاپان پخوانی لومړی وزير ايبې په وسله وال بريد کي ووژل سو

جاپاني رسنیو له واکایاما ښار څخه خبر ورکړی دی چې کیشیدا روغ رمټ امن ځای ته انتقال شوی دی. ټاکل شوې وه چې کیشیدا په واکایاما کې د لیبرال دیموکرات ګوند له خوا د خپل نوماندې په مناسبت وینا کوي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د رپوټونو په حواله د پلان مطابق د کشیدا د وینا تر پیلیدو لږ مخکې یو لوګی رامنځته کوونکی بم وچاودید چې ډیر وحشتناک غږ یې درلود. تر چاودنې وروسته یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د جاپان NHK تلویزون داسې ویډیوګان خپاره کړل چې خلک په کې د چاودنې له ځای څخه د تیښتې په حال کې لیدل کیږي او یو شکمن کس د امنیتي ځواکونو او پولیس افسرانو له خوا نیول کیږي. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پيښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

کیشیدا ویلي دي چې پولیسو د پيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي او اراده لري چې «د ستونزې رامنځته کیدو او ډیر شمیر خلکو د پریشانه کیدو» له کبله بخښنه وغواړي.

د جاپان لومړي وزیر اعلان کړی دی چې خپل ټاکنیز کمپاین به جاري وساتي.

له کیشیدا مخکې د جاپان لومړی وزیر شینزو آبه هم تیر کال د جون په میاشت کې خپل ټاکنیز کمپاین ته د وینا پر مهال د شا له خوا په ډزو وشتل شوی و چې وروسته یې بیا په روغتون کې سا ورکړې وه.

د هغه د قتل ۴۱ کلن عامل په لومړي سر کې ویلي وو چې له آبه څخه «نا خوښ» و او له همدې امله یې د هغه د وژلو اراده درلوده.

د جاپان صدراعظم استعفا ورکړه

د جاپان د لومړي وزیر د ترور هڅه په هغه وخت کې په نړیواله کچه وغندل شوه او دغه هیواد خپل امنیتي تدابیر لا زیات سخت کړل.

ټاکل شوې ده چې د (G7) یا د نړۍ د پرمختللو صنعتي هیوادونو سرمشریزه د می په میاشت کې په هیروشیما په ښار کې ترسره شي. 

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا