د جاپان صدراعظم استعفا ورکړه
۱۳۹۹ شهریور ۷, جمعهد جاپان صدراعظم شینزو ابي د یوه رابلل سوي مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خپله استعفا وړاندي کړه. هغه د خپلي استعفا دلیل خراب صحي حالت بیان کړ، خو ویې ویل، چي د یوه بل صدراعظم تر تعینیدو پوري به پرخپل مقام باندي پاته سي.
دغه ليبرال سیاستمداره په ټوکیو کي وویل، چي د جون میاشتي له نیمايي څخه یې صحي حالت مخ پر خرابیدو دی. هغه د جاپانیانو څخه په دې چي تر خپل اصلي وخت یو کال دمخه او د کرونا بحران په منځ کي استعفا ورکوي، بخښنه وغوښته.
پر مقام پاته کیدلو ریکارډ
ابي د جاپان په تاریخ کي هغه صدراعظم دی چي تر ټولو ډیر پر وظیفه باندي پاته سوی دی. د اول وار له پاره هغه په ۲۰۰۷م کال کي صدراعظم سو، خو د کولمو د سرطان په سبب یې تر یوه کال لا لږ وروسته استعفا ورکړه. کله چي په ۲۰۱۲م کال کي بیرته صدراعظم سو، ویې ویل، چي نور کوم تکلیف نه لري.
خو د رسنیو په حواله په تیرو اونیو کي ابي ته بیرته صحي تکلیف پیدا سو. رپوټونه وايي چي د همدې کال په جولای میاشت کي ابي ویني قی کړي دي. دغه اوازې هغه وخت نوري هم ګرمي سوې، کله چي دغه ۶۵ کلن د نورو ترڅنګ په دې اواخرو کي د کرونا پانډمۍ په ارتباط یوه کنفرانس کي برخه وانه خیسته.
د کرونا بحران پر وخت د ابي محبوبیت هم راکم سوی دی. که څه هم جاپان د نوري نړی په مقایسه پر کرونا باندي تر ډیره حده غالبه سوی دی، خو د کرونا پر اقتصادي عواقبو باندي د حکومت د نه بریالیتوب په سبب انتقادونه کیږي.