د جاپان پخوانی لومړی وزير ايبې په وسله وال بريد کي ووژل سو
۱۴۰۱ تیر ۱۷, جمعهتعقيب: د رسنيو د خبرونو له مخي شينزو ايبې ساه ورکړه
د جاپان د کابينې مشر سيکرتر هيرو کازو ماتسونو و رسنيو ته وويل چي «د پخواني لومړي وزير باندي نن د جمعې په ورځ د جاپان په مغربي ښار نارا کي تقريبا په يولس نيمي بجې د سهار ډز وسو. يو کس چي په هکله يې فکر کيږي ايبې يې ويشتلی دی، نيول سوی دی. د پخواني لومړي وزير روغتيايي وضعيت دمګړی ډاډمن نه دی.»
د جاپان د دولتي تلويزيون اېن ايچ کې کې له خوا خپره سوې ويډيو کي ښودل کيږي چي ايبې د وينا پر وخت يو دم رالويږي او يو شمير ساتونکي پر هغه راټوليږي. د لوېدلو پر وخت ايبې پر خپله سينه لاس نيولی و او کميس يې سور سوی ؤ. د ياد تلويزيون د راپور له مخي نوموړی سمدلاسه روغتون ته يووړل سو. پوليسو د پيښي له ځای څخه يو کس په دې شک نيولی دی چي ګواکي غوښتل يې ايبې ووژني.
په انتخاباتي غونډه کي موجود د اين ايچ کې کې يو ژورنالست وويل چي هغه د ايبې د وينا پر وخت د دوو ډزو ږغونه واورېدل.
د ايبې د ليبرال دموکراټيک حکومتي ګوند منابعو ويلي دي چي ۶۷کلن سياستوال ايبې بې هوښه دی او له غاړي يې ويني څڅيږي.
په غونډه موجودي يوې مېرمني ياد جاپاني تلويزيوني چينل ته وويل: «هغه وينا اوروله چي يو کس له شا د خوا ورته راغلی. د ډز لومړی ږغ د لوبو د وسلې په شان ؤ. هغه وخت لا هغه نه ؤ لوېدلی. د هغه وروسته دويم لوی ږغ لرونکی ډز وسو. دويم ډز ډېر واضح ؤ. موږ بڅرکي او لوګی وليد.»
اين ايچ کې کې او کيوډو رسنيو راپور ورکړی دی چي پر ايبې باندي په روغتون کي د زړه دوره هم راغلې ده. تر اوسه دا روښانه نه ده چي د هغه زخم څومره شديد دی او ايا دا چي د بدن مهم اعضا يې کار کوي که څنګه؟
د پخواني لومړي وزير نوبوسوکې کيشي لمسی شينزو ايبې تر ټولو زيات وخت په جاپان کي لومړی وزير ؤ. هغه په لومړي وار په ۲۰۰۶ کال کي د جاپان لومړی وزير سو. هغه بيا په ۲۰۱۲ او ۲۰۲۰ کال د لومړي وزارت چوکۍ اشغال کړه.
دا پيښه په داسي وخت کي رامنځته سوې ده چي په جاپان کي د پارلمان لپاره ټاکني تر سره کېدونکي دي. نوموړی په همدې ترڅ کي په ټاکنيز کامپاين بوخت ؤ او دغې غونډي ته ورغلی ؤ. دغه بريد په جاپان کي خواښيني رامنځته کړېده. دغه هيواد د نړۍ له تر ټولو با امن هيوادونو څخه شميرل کيږي چيري چي د وسلو قوانين نسبتا ډېر سخت دي.
آ./ا.ا.