له اسرائيل سره شخړه: ايران غواړي پوځي بودجه درې چنده کړي
۱۴۰۳ آبان ۸, سهشنبهد ایران د حکومت وياندې فاطمې مهاجراني، د سې شنبې په ورځ په تهران کې د يوې خبري غونډې پر وخت د حکومت د دې وړاندېز په اړه معلومات ورکړل. نوموړې وويل چې حکومت «د هيواد د پوځي بودجې له پاره د پام وړ تر ۲۰۰ فيصدو زیات ډېروالی په نظر کې لري.»
مهاجراني، نور تشريحات ور نه کړل او د ایران حکومت هم کومې شمېرې په ډاګه کړي نه دي، خو د سيپري يا په ستاکهولم کې د سولې څېړنیز نړيوال انستيتويت په حواله په ۲۰۲۳م کال کې د ایران پوځي لګښتونه کابو ۱۰،۳ ميليارده امريکايي ډالره ول.
پر دې وړاندیز شوې بودجه به په پارلمان کې بحث وشي او تمه کيږي چې استازي به یې په مارچ میاشت کې نهايي کړي.
د ايران او اسرائيل شخړه
ايران او اسرائيل د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې د تاوده بحث په ترڅ کې پر يو بل د منځني ختیځ سولې ته د زيان رسولو تورونه ولګول.
د ايران د حکومت د لوري د پوځي بودجې د لوړولو دا وړاندیز تر هغه يو څو ورځې وروسته کیږي چې اسرائيل پر ایران د دغه هېواد د اکتوبر میاشتې د لومړۍ نېټې د میزايل د بريدونو په ځواب کې بريدونه وکړل.
د ایران پوځ د دې بريد له کبله د څلورو عسکرو د وژل کيدو او د «رادار سيسټمونو» ته د زيان رسېدو رپوت ورکړ.
د ایران د اکتوبر مياشتي د لومړۍ نيټې بريد چې پر اسرائيل یې ۲۰۰ میزايل توغولي ول، د هغو بريدونو د غچ اخیستنې په موخه ترسره کړی ول، چې د حماس او حزب الله ډلو مشران او همدا راز د ایران قوماندانان پکې وژل شوي ول. حزب الله او حماس د ايران ملګرې ډلې بلل کيږي.
د ایران د حکومت وياندې مهاجراني، وويل: «د هېواد د دفاعي اړتياو د پوره کولو له پاره هر ډول هڅې ترسره شوي او دې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.»
دا سيمه ایزه شخړه هغه وخت پراخه شوه کله چې اسرائيل په غزې تراډه کې د فلسطينيانو د وسله والې ډلې حماس د له منځه وړولو له پاره پوځي عمليات پېل کړل. اسرائيل دا عمليات د حماس ډلې لوري په دغه هېواد کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه د ترسره شويو بريدونو په ځواب کې پيل کړي ول.
له تېرې يوې مياشتې راهېسې اسرائيل په لبنان کې د حزب الله ډلې پر ضد هم جګړه کوي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)