1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوتين د اتومي وسلو ګواښ څومره جدي دی؟

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

کريملين تل د اوکراين په جګړه کې د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کوي. خو آيا ولاديمير پوتين دغه ګام ته چمتو دی؟ دويچه ويله له کارپوهانو سره خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4IBrm
Atompilz Atomwaffe Nuklearwaffe Atombombe
انځور: McPHOTO/M. Gann/picture alliance

د سپتمبر مياشتې له پای راهيسې اوکرايني ځواکونه د خارکيف، دنيڅک، لوهانسک او خېرسون په سيمو کې په برياليتوب سره متقابل عمليات کوي. په کريملين کې اوس فشار پر زیاتېدو دی او په نړۍ کې هم د روسي د اتومي وسلو د استعمال اندېښنې ډېرې شوې دي، ځکه چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراين جګړې له پيل راهيسې دغه ډول ګواښونه هم کړي دي.

د بريتانيې د »ټايمز« ورځپاڼې د ناټو د سرچينو په استناد راپور ورکړی دی چې روسيه په توره بحيره کې د اتومي وسلو ازموينو ته چمتوالی نيسي. په انترنېټ کې يوه ويډيو خپره شوې ده چې يو روسي پوځي اورګاډی پکې ليدل کيږي چې د اوکراين د پولې خوا ته روان دی او ښايي د روسيې د دفاع وزارت له ۱۲ عمومي مديريت سره په تماس کې وي چې د دغه هيواد د اتومي وسلو مسئوليت پر غاړه لري.

کريملين په وړو ګامونو سره ترينګلتيا زياتوي

ګرهارد مانګوت، چې د اينسبروک په پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو پروفيسور دی، د روسي اتومي وسلو د استعمال خطر جدي بولي. د هغه په خبره ياد پوځي اورګاډی او د »بېلګورود« په نوم د اوبتل فعاليت ښايي اتومي پيغامونه له ځانه سره ولري.

مانګوت وايي: »روسي مشرتابه اوکراين او د لويديځ حکومتونو ته ښيي چې روسيه د دې وړتيا او ښايي د دې قصد هم ولري چې اتومي وسلې وکاروي.«روسیې د »ډارونکو وسلو« د تیارسئ امر کړی؛ اوکراین بیا پر مذاکراتو سلا شوی

که دغه ډول ګواښونه د اوکراين متقابل عمليات ونه دروي، نو ښايي ولاديمير پوتين بل ګام پورته کړي. د آلمان د پوځ پخوانی ډګروال، رالف تيله، وايي چې که د روسيې له خوا د اتومي بم استعمال د يوې خالي سيمې د پاسه کافي ډارونکی تاثير ونه لري، ښايي مسکو هڅه وکړي چې په اوکراين کې سياسي او پوځي اهداف په نخښه کړي.

د هغه په خبره: »داسې چاودنه ښايي وشي چې الکترومقناطيسي فشار لېږدوي او د په سلهاوو کيلومتر مربع په ساحه کې هر هغه څه ويجاړ کړي چې په برېښنا چليږي، لکه موټرونه، تلويزيونونه، سپوږمکۍ، کمپيوټرونه او برېښناکوټونه.«

د متحده ايالاتو تندې څرګندونې

ډېر نړيوال کارپوهان توافق لري چې د اتومي وسلو استعمال به د روسيې له پاره سخت عواقب ولري. مانګوت وايي چې »د يوې ازموينې په صورت کې چې اصلاً هم د روسيې له خوا تصويب شوي د ازموينو د درولو تړون څخه هم سرغړونه به وای، ښايي سخت اقتصادي او مالي بنديزونه وضع شي.«

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار، جېک ساليوان، هم له »ناورين ته ورته عواقبو« څخه خبرداری ورکړی و. له سي بي اس چېنل سره په مرکه کې هغه د سپتمبر په پای کې وويل چې د امریکا لوړپوړو چارواکو دغه څه کريملين ته »مستقيم، محرم او په لوړه سطح« څرګند کړي ول.

د متحده ايالاتو او ناټو غبرګون ښايي د ګرهارد مانګوت په خبره پوځي وي. له دې مخې د سي آی اې  پخواني مشر، ډيويډ پېترايوس، ويلي ول چې امريکا متحده ايالات او متحدين يې دې ته تيار دي چې د اوکراين په خاوره کې مېشت ټول د روسيې پوځ او د تورې بحيرې سمندري ځواک له منځه يوسي.د روسيې د اټومي بم غورځونکي الوتکو په اړه د امريکا اندېښنې

د مانګوت په خبره به دغه بريد په عادي وسلو تر سره شي. د ده په وينا »روسيې ته نه يوازې ويل کيږي چې لويديځ څنګه د اتومي بمونو استعمال ته غبرګون ښيي، بلکې دا هم چې روسيه بيا په ټوله نړۍ کې منزوي کيږي او چين او هند به هم دغسې يو ګام وغندي.«

د چين بالقوه امکانات

تر اوسه پورې چين د اوکراين په جګړه کې بې طرفه دريځ غوره کړی دی. په ورته وخت کې کارپوهان توافق لري چې پيکنګ په دې هڅو کې برخه اخيستلی شي چې پوتين له يوه اتومي بريد څخه راوګرځوي.

رالف تيله په دې نظر دی چې لويديځ بايد زياته هڅه وکړي چې چين خپل يو ستراتيژيک متحد جوړ کړي. د هغه په خبره »پوتين په چين پورې تړلی دی. نړۍ دغه امکان لري چې د چين په زياتې ښکېلتيا سره په يو لومړي ګام کې اوربند رامنځ ته کړي.« خو د دغه کارپوه په حواله بايد نړۍ چين مجبور نه کړي چې د روسيې په وړاندې په بنديزونو کې برخه واخلي، ځکه چې چين په اوکراين کې د جګړې د ختمولو پلويتوب کوي، په تېره د اقتصادي وجوهاتو له مخې.

مارينا بارانوفسکه/ن. ص./ن. ز.