1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې اتومي وسلو ته تیارسی؛ اوکراین بیا خبرو ته غاړه ایښې

۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دغه هېواد د »ډارونې د وسلو« درجه د ځانګړي خبرداري او تیار سئ حد ته لوړه کړې ده. اوکراین بیا د بیلاروس په سرحد کې له روسیې سره خبرو ته غاړه ایښې ده.

https://p.dw.com/p/47gCh
Russland Präsident Putin versetzt Atomstreitkräfte in Alarmbereitschaft
انځور: Sergei Guneyev/AFP

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دغه هېواد د »ډارونې د وسلو« درجه د ځانګړي خبرداري او تیار سئ حد ته لوړه کړې ده. اوکراین بیا د بیلاروس په سرحد کې له روسیې سره خبرو ته غاړه ایښې ده.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين دغه امر د کريملين له خوا په يوه خپره شوې ويډيو کې ورکړ، خو د اټومي وسلو نوم يې دقيق نه دی ياد کړی. پوتين وويل چې »د مخکښو ناټو هېوادونو اصلي مشران زموږ د هېواد په وړاندې له غوسې ډکو څرګندونو ته اجازه ورکوي، نو ځکه زه د دفاع وزير او لوی درستيز ته امر کوم چې د روسيې پوځ د ډارونکو وسلو ځواکونه يوه ځانګړي خبرداري ته راولي.«

دا په داسې حال کې ده چې اوکراين له روسيې سره د سولې خبرې منلې دي. د دواړو هېوادونو پلاوي به د اوکراين او بلاروس په سرحد کې سره وويني. دغه خبره د اوکراين د ولسمشر زلينسکي دفتر کړې ده. د زلينسکي دفتر دا هم ويلي چې د دغو خبرو له پاره هيڅ شرطونه به نه وي.

د اوکراین ولسمشر تر دې مخکې د کريملين هغه وړانديز رد کړی وو چې دواړه لوري په بلاروس کې ورسره وويني. دليل يې دا ښودل شوی چې روسيې پر اوکراين يرغل قسماً له هغه هېواد څخه پلان کړی وو.

Russland Symbolbild Atomwaffen Sipri
روسیه د نړۍ يو تر ټولو ستر اټومي ځواک دیانځور: RU-RTR Russian Television/AP/picture alliance

دغه اعلان په داسې وخت کې کيږي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د خبرداري ځانګړې کچې ته د »ډارونکو وسلو« د لوړولو امر کړی دی. پوتين پر ناټو انتقاد کړی وو چې د روسيې په وړاندې د غوسه ناکو څرګندونو مخه نه نيسي.