1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې د اټومي بم غورځونکي الوتکو په اړه د امريکا اندېښنې

۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبه

روسيې د اتومي وسلو ليږدونکي دوې الوتکي وينيزويلا ته انتقال کړي دي. دغه کار واشنگټن سخت اندېښمن کړی دی. امريکا د وينيزويلا جمهوررئيس نيکولاس مادورو خپل دښمن گڼي.

https://p.dw.com/p/39vF2
Venezuela | Russische TU 160 in Caracas
انځور: Getty Images/AFP/F. Parra

د دوشنبې په ورځ ډېرو روسي رسنيو د کاراکاس ماکويتا هوايي ډگر ته د دوه توپولف Tu-160 ډوله روسي الوتکې چې د ناټو کوډ نوم یې Blackjack دی، د رسيدو صحنې خپرې کړي دي. دې الوتکو کابو لس زره کيلومتره واټن وهلی وو.

د روسي پېلوټان دې ډېر چټک بم غورونکي ته «سپینه هيلۍ» وايي خو دغه الوتکې چې په کومو موادو بار وي، هغه وژونکي دي. Tu-160 نه يوازي دا چي بې له وقفې او تيل اخيستلو ډير ليري پرواز کولای سي، بلکې کولی شي ځيني اټومي سرگلولې او بمونه له ځان سره وليږدوي.

گرم بلل او نه لورينه

روسي ژورناليستانو چې وينيزويلا ته د الوتکو په رسيدو کومه خوښي وښووله، امريکا متحده ايالات په هغه خوښۍ کې شريک نه دي. امريکا متحدو ايالاتو د دې الوتکو پر انتقال واضح او سخت غبرگون وښود. د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو پر خپل تويتر ليکلي ول چې روسیې خپلې الوتکې دومره ليري واستولې. هغه زياته کړې: «د روسیې او وينيزويلا ولس بايد دې ته د دوو فاسدو حکومتونو د پيسو ضايع کولو په سترگه وگوري. دا په داسې حال کې ده چې دغو حکومتونو د خلکو آزادي سلب کړې او ولس یې کړيږي.»

د کريملن وياند د سه شنبې په ورځ د پمپيو د دې څرگندونو ځواب ورکړ. پيسکوف وويل چې که څه هم چې د دې ځواب په اصل کې بايد د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ورکړی وای، خو د پمپيو څرگندونې ډيرې «غير ديپلوماتیکې» او «غیر مناسبې» دي.  هغه زياته کړه: «او تر کومه چې د پيسو ضايع کولو خبره ده نو دومره بايد ووايم چې دا خبره دې داسې يو هيواد نه کوي چې د تجهیزاتو د بودجې نیمه برخه یې د ټولي افريقا د لوږې ستونزه حلولی شي.»

دا د کيوبا بحران نه دی

د روسیې او امريکا ترمنځ دا لفظي جگړه د سړې جگړې د وخت په شان «دوستانه» ده. د سولې د دنمارکي څيړونکي هنس کرستيانسن له پاره دواړه زبر ځواکونه «يو وار بيا په رسمي توگه پوځي مخالفين» شوي دي. نوموړی چې په واشنگټن کې د امريکایي ساينس پوهانو د فدراسيون د اتومي معلوماتو د پروژې مشر دی، زياتوي: «دواړې خواوې د يو خپل د ويرولو په موخه خپل زور او ځواک ښيي.» هغه زياته کړه: «داسې کوچني کوچني گامونه چې کله راټول شي يوه وړه سړه جگړه ترې جوړيږي او همدا تمايل د انديښنې وړ دی.»

Venezuela Präsident Nicolas Maduro trifft russischen Präsident Wladimir Putin
نيکولاس مادورو په دسمبر میاشت کې مسکو ته سفر کړی ووانځور: picture-alliance/dpa/M. Shemetov

په دې ترڅ کې مهم وخت دی چې روسیې وينيزويلا ته د الوتکو د ليږد له پاره ټاکلی دی. کرستيانسن وايي: «په ۲۰۰۸م کال کې د گورجستان د جگړې پر وخت د ورته بم غورځونکو الوتکو عمليات ترسره شوي ول.» هغه زياتوي: «او په آزوف سمندرگي کې تر ترنگلتياو وروسته، دمگړۍ د اوکراین پر پوله د پوځي حضور د پياوړي کولو اټکلونه کيږي.» خو کرستيانس په عين وخت کې د وارخطايي او ويرې د خپرولو څخه خبرداری ورکوي. «دا لومړی ځل نه دی چې روسي الوتکې په داسې تمريناتو کې گډون کوي. د نړۍ په دغه برخه کې داسې کومه مهمه موضوع مطرح نه ده. موږ د کيوبا د بحران غوندې وضعيت څخه ډېر ليرې يو.»

امريکا پر خپل گاونډي پام کوي

که چا دا فکر کړی وي چې د امريکا او روسیې ترمنځ دغه لفظي جگړه پای ته رسيدلې، هغه لا د روبيرت ميننگ خبرې نه دي اوريدلي. د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت دې وياند پر مسکو سختې نيوکې وکړې او په عين وخت کې یې په سيمه کې د امريکا د بشري هڅو او هلو ځلو يادونه وکړه. هغه وويل: «موږ د جنوبي امريکا پر سيمه له بلې زاوېې تمرکز کړی دی. په داسې حال کې چې روسیه ورته بم غورځونکې الوتکې استوي، موږ ورته مرسته رسونکی بيړۍ ليږو.»

د « USNS Comfort» په نوم کښتۍ له اکتوبر مياشتې راهيسې د جنوبي امريکا او کاريبک په ساحلونو کې ده او د وينيزويلا له هغو وگړو سره مرسته کوي چې تيښتې ته مجبور شوي دي. ميننگ وويل: «موږ بشري مرستې کوو او روسيه بمونه ليږدوي.»

د وينيزويلا د حکومت غبرگون

د وينيزويلا حکومت هم ډېر ژر پر دې موضوع خپل غبرگون وښود. د دفاع وزير ولاديمير پادرينو وويل: «وينيزويلا او روسيه د سولې پلويان دي، نه جگړه رامنځته کوونکي.» هغه زياته کړه: «هيڅوک دې په دې هلکه نه انديښمنيږي چې روسیې وينيزويلا ته اتومي بم غورځونکې الوتکې ورکړې دي.» پارينو هغه څه تر دې وروسته وويل داسې وه لکه نيغ په نیغه چې یې واشنگټن ته ويلي وي: «موږ ځان دې ته چمتو کوو چې وکولی شو وينيزويلا تر وروستي مربع کيلومتره ساحې پورې وساتو. او موږ به دا کار له خپلو دوستانو سره په شريکه وکړو ځکه موږ په نړۍ کې دوستان لرو.»

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين همدا څه موده مخکې د آيي اين ايف يا منځني واټن د اتومي توغنديو د منع سازمان څخه د امريکا د وتلو په صورت کې د ځوابي اقداماتو گواښ کړی وو. په روسيه کې تر دې وروسته په جنوبي امريکا کې د راکټونو د نصبولو خبره شوې وه. او وينيزويلا د دې راکټونو له پاره د يوې اډې په توگه ياده شوې وه.

زموږ له آرشيف څخه: