وزیرستان: د یوه ډګرمن په شمول ۶ پاکستاني عسکر وژل شوي
۱۴۰۳ مهر ۱۴, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۵مه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې په شمالي وزیرستان کې له وسلوالو جنګیالیو سره د شپې پرمهال د جګړې له کبله د پوځ د یوه ډګرمن په شمول شپږ تنه پاکستاني عسکر او همدا راز شپږ تنه وسلوال وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پیښه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې رامنځ ته شوې ده او وايي چې یاد ډګرمن د عسکرو د یوې ډلې مشري درلوده چې د شپې پرمهال له وسلوالو سره په جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه سیمه پخوا د القاعده شبکې د غړو او همدا راز د افغان طالبانو یو له اصلي مرکزونو څخه شمیرل کیدله او وخت نا وخت ترې د پاکستاني عسکرو او وسلوالو ترمنځ د شخړو راپورونه ورکول کیږي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې یا آی. اس. پي. آر په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې «د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي او زموږ د سرتیرو دغه راز قربانۍ به زموږ هوډ لا پسې پیاوړی کړی.»
دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلې حاکمیت سره په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونو شدت موندلی دی او د شمیرو له مخې د پاکستاني طالبانو دغه راز بریدونه درې برابره لوړ شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګرۍ په مختلفو پیښو کې ۹۳۰ تنه وژل شوي چې زیاتره یې پوځيان دي او له ۲۰۰۰ ډیر بیا په دغه راز پیښو کې ټپيان شوي دي.