1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د زرغون ګوند مشره به د آلمان بله انګلا ميرکل وي؟

۱۴۰۰ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

انالېنا بېربوک پياوړې، عزم لرونکې او ډېري وړتياوي لري. زرغون ګوند هغه د صدارت څوکۍ ته د خپلې کانديدې په توګه غوره کړې ده. آيا هغه د دې دندې وړتيا لري؟

https://p.dw.com/p/3sHLK
Deutschland Bundestag Baerbock Haushaltsdebatte
انځور: dpa/picture alliance

انالېنا بېربوک د دوشنبې په ورځ د آلمان د زرغون گوند له خوا په يوه خوله د آلمان صدراعظمۍ ته د کاندېدې په توګه اعلان شوه. نوموړې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ټینګار وکړ چې ګوند یې غواړي يو وار بيا د آلمان په خلکو کې محبوبيت پيدا کړي او د خلکو په یوه ستر ګوند بدل شي.

نوموړې زياته کړه: «موږ پوهيدلو چې څه چې غواړو هغه دادي چې خپل ګوند نور هم پرانيزو او دا چې تګلارې یې د ټولې ټولنې له پاره وي: چې رابلونکي او څرګندې موخې ولري. او په دې توګه موږ د خپل ګوند له پاره يو نوی فصل پرانیزو.»

انالېنا بېربوک څوک ده؟

انالېنا بېربوک په ۱۹۸۰م کال کې د کښته زاکسن په پاتنسن کوچني ښار کې زيږېدلې ده. هغه يوه تکړه ورزشکاره وه او يو وخت په دې برخه کې په آلمان کې دريمه شوه.

د شپاړلس کلنۍ په عمر امريکا متحده ایالاتو ته ولاړه او هلته یې يو کال ژوند وکړ. په هانور کې یې د حقوقو تر زده کړې وروسته د بريتانيا په «London School of Economics» کې نړيوال قوانين ولوستل.

۴۰ کلنه انالېنا بېربوک په لومړي ځل په ۲۰۱۸م کال کې د ګوند د يوه کنفرانس پر وخت خلکو وپيژندله. د آلمان د ختیځ براندنبورګ ايالت اوسيدونکې دا سياستواله بيا د ګوند له دوو مشرانو څخه يوه وټاکل شوه.

د ګوند د مشرې په توګه تر ټاکل کيدو وروسته هم د هغې هلې ځلې سستې نه شوې. هغې خپل سياسي مشخصات نور هم روښانه کړل او ځان یې د اقليم بدلون ته د ځواب ورکوونکې يوې کارپوهې په توګه مطرح کړ.

هغې هیڅکله هم د بهرني سياست د تګلارې د مهمو مسئلو په اړه د خپل نظر له څرګندولو ډډه نه ده کړې. همدا راز یې تل د ښی اړخه تندلاریتوب او له پرديو سره د دښمنۍ ګواښونو يادونه هم کړې ده.

Deutschland Kombobild | Laschet | Baerbock | Scholz
صدارت ته د سوسيال ديموکرات، زرغون ګوند او محافطه پاله ائتلاف کانديدان

له هغه راهيسې چې دغه د دوو اولادونو مور د ګوند ګډه مشره ده، زرغون ګوند تر شل سلنې زياتې رایې ترلاسه کړي دي. پر دې سربيره یې ګوند د اروپايي پارلمان او همدا راز په سيمه ایزو ټاکنو کې هم ښې پايلې ولرلې.

که څه هم چې بېربوک او د زرغون ګوند د هغې ملګری مشر روبیرت هابېک دواړه د نورو ګوندونو له سياستوالو سره چې محافظه پال ګوندونه هم پکې شامل دي، د ممکنه شريکو موخو له پاره خبرو ته يو څه زړه نا زړه دي، خو د ۲۰۲۱م کال تر ټاکنو وروسته په برلین کې د محافظه پالو او زرغون ګوند ترمنځ د يوه احتمالي ائتلاف له پاره ګنګوسي ډېر دي.

خو بېربوک د خپل ګوند چې له محافظه پال اتحاد له تګلارو سره ډېر توپير لري، يوه په روښانه توګه ټاکل شوي دريځ له پاره ډېر زيار ايستلی دی. د مثال په ډول نوموړې غواړي چې آلمان بايد د ۲۰۳۸م کال تر ټاکل شوي مهلت مخکې له ډبرو سکرو انرژۍ څخه لاس واخلي. هغه همدا راز آلمان پر لويو لارو په ساعت کې د ۱۳۰ کيلومترو د سرعت حد ټاکلو پلوۍ هم ده.

انگلا ميرکل ولي له خپلو هيوادوالو څخه بخښنه وغوښتله؟

په يوه تازه مرکه کې نوموړې د پاريس د اقليم تړون ته د امريکا متحده ایالاتو د راستنولو هرکلی وکړ.

په دې وروستيو کې زرغون ګوند د انتخاباتو په اړه د خپلې تګلارې د خپرولو په ترڅ کې لکه د تېر په څېر د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سره د يوه ائتلاف جوړولو ته د لومړيتوب خبره وکړه. په هر حال به دا ائتلاف د اکثريت د ترلاسه کولو له پاره يوه درېم ګوند ته هم اړتيا ولري چې کيڼ اړخه سوسيالستي ګوند به د دې له پاره يو مهم کانديد وي.

د زرغون او محافظه پال اتحاد ائتلاف به بيا ښايي د حکومت جوړولو له پاره يوه درېم ګوند ته اړتيا ونه لري.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب