1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ ښې اړخو مخکښ سياستوال په مرګ ګواښلی

۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبه

د «اټومي وسلو لښکر» ښي اړخې ډلې د یوه ایمل په استولو سره د آلمان د زرغون ګوند مخکښ سیاستوال په مرګ ګواښلی دی. د آلمان د پارلمان دغه ترک ټبره استازي د ترکیې د ناسیونالیست رژیم د پلویانو کرکه او غوسه هم را پارولې ده.

https://p.dw.com/p/3SMs4
Deutschland Politik l Özdemir strebt Grünen-Vorsitz an
انځور: Getty Images/Thomas Lohnes

د رپوټونو په حواله د آلمان د زرغون ګوند یو له مخکښو مشرانو څخه چم اوزدمیر، د یوه بریښنا لیک له لارې په مشخص ډول په مرګ ګواښل شوی دی.

یوې ډلې چې ځان یي د «اټومي وسلو لښکر» بللې دی د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د آلمان د پارلمان دغه استازي ته خبر ورکړی دی چې نوم یي د «مرګ لیست» په سر کې ځای لري.

تر همدې نامه لاندې یوه ډله په امریکا کې هم وجود لري او ویل کیږي چې اوس په آلمان کې هم فعاله شوې ده. دغه ډله په امریکا کې د خطرناکې ښي اړخي افراطي ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

په دغه ایمیل کې چې اوس د پولیسو په اختیار کې ورکړل شوی دی د زرغون ګوند دغه ۵۳ کلن سیاستوال په کې داسې ګواښل شوی دی:«تر اوسه پورې نهایي شوې نه ده چې تاسې څه وخت او چیرې اعدام کړو. شاید په یوه عمومي غونډه کې وي او یا هم ستاسې په استوګنځای کې تاسې پسې درشو.»

د آلمان پولیسو په دې وروستیو ورځو کې په مخ پر ډیریدونکي ډول د ښي اړخو افراطیانو له خوا پر ګواښونو ټینګار کړی دی.

د ترکي ناسیونالیستانو دښمني

چم اوزدمیر، د بهرنیانو له زورونې سره د جدي مخالفت له کبله د ښي اړخو افراطیانو کرکه او نفرت راپارولی دی، خو سربیره پر دې د ترکیي د ولسمشر رجب طیب اردوغان ناسیونالیست پلویانو څو ځله هغه په مرګ ګواښلی دی، له همدې کبله هغه د پولیسو تر حفاظت لاندې ژوند او فعالیت کوي.

اوزدمیر، ډله ایزو رسنیو ته ویلي دي: «زه د ټول آلمان په کچه د پولیسو له ملاتړ څخه برخمن یم. خو ډير شمیر سیمه ایز ژمن فعالان او سیاستوال له دا ډول ملاتړ څخه برخمن نه دي.» نوموړي ویلي دي چې په یوه آزاده او خلاصه ټولنه کې باید ټول وکولی شي خپل نظر وویلی شي، بی له دې چې د خپل نظر تر څرګندولو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د کرکجونو لفظي بریدونو لاندې ونیول شي.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ا.ا