په اروپايي ټولنه کې د میرکل ملګري او دښمنان
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د مهاجرت د کړکیچ د اروپايي حل له پاره د ټولې اروپا په سطح متحدینو ته اړتیا لري. خو اوس د دوی موندل مشکل شوي او ځینو خو یې آن د مخالفت له پاره لستوڼي بډوهلي.
ملګری
که یو چا ته د میرکل د سیاسي ملګري کلمه وکارول شي نو هغه به د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون وي. د میرکل په څیر هغه هم د مهاجرت د ستونزې له پاره پر اروپايي حل ټینګار کوي. خو ځینې کسان په آلمان کې فکر کوي چې د فرانسې ملاتړ لوړه بیه لري.
د نرم زړه خاوند
هغه وخت چې ایټالیا په کښیتو کې سپرو افریقايي مهاجرینو ته په خپله خاوره کې د لنګرو اچولو اجازه ورنکړه، د هسپانیې نوي لومړي وزیر پیدرو سنچیز د میرکل په څیر عمل وکړ او یادې کښتۍ ته یې په خپله خاوره کې د لنګر اچولو اجازه ورکړه.
منځګړی
هالنډ ډیر علاقمند دی چې د اروپايي ټولنې داخلي پولې پرانیستې پاتې شي. په دې مسئله کې د دې هیواد لومړی وزیر مارک روته، له میرکل سره هم نظره دی. له بل پلوه بیا د دې هیواد وضعیت له مهاجرینو تر پخوا ډیر سخت شوی دی.
تاکتیکي نقش
د میرکل او د یونان د چپ اړخي مشر الکسیس تسيپراس ترمنځ د نظر یو اختلاف موجود دی. خو بیا هم د یونان دغه لومړی وزیر د مهاجرینو په برخه کې د «اروپايي ټولنې د پیوستون» ډیر ملاتړی دی او په شخصي توګه هم د میرکل ملاتړ کوي. میرکل بیا د یونان د پور د بحثونو په برخه کې ډیر نرمښت ښيي او په دې برخه کې د یونان دغه رهبر د آلمان د لا ډیرې مرستې تمه هم لري.
سخت دریځی
د ډنمارک لومړی وزیر لارس لوکه راسموسن به ښايي سخت دریځی ښکاره نه شي خو د مهاجرت په برخه کې هغه بیا ډیر سخت دریځ لري. د اروپا په کچه تر نورو ډیر ډنمارک سخت دریځ غوره کړی او سخت تدابیر یې عملي کړي. راسموسن بیا تر نورو مشرانو لا وړاندې له اروپايي هیوادونو بهر په نورو هیوادونو کې د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو د مرکزونو د جوړولو وړاندیز کړی وو.
رقیب او حریف
که څه هم د اتریش صدراعظم سباستین کورتڅ په شخصي ژوند کې له میرکل سره ډیره په احترام چلند کوي، خو د مهاجرت په د سیاست په برخه کې یې مخالف دی.
تعقیبونکی او برید کوونکی
د ایټالیا لومړی وزیر ګیوسیپی کونټه د میرکل له پاره تر ټولو ستر خنډ دی. میتیو سالویني د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر دی او هغه غواړي چې ایټالیا دې نور مهاجرین قبول نه کړي او له همدې کبله په ایټالیا کې د هغه محبوبیت مخ پر ډیریدو دی.
بې پروا
په اروپا کې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان په څیر هیچا هم د مهاجرینو په برخه کې د میرکل پر پرانیستي سیاست انتقادونه نه دي کړي. په دې وروستیو کې له میرکل سره د یوې کتنې له پاره د مهاجرینو په برخه کې د نورو سخت دریځو هیوادونو لکه سلواکیا، چک جمهوریت او پولنډ د مشرانو ترڅنګ اوربان هم د میرکل یوې غونډې ته حاضر نه شو. دوی ټول په اروپا کې د مهاجرینو بیا ویش نه مني.
د اروپا په سطح د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د یوې مودې له پاره د هیوادونو د مشرانو په ډله کې په لومړي مقام کې وه. خو د مهاجرت د کړکیچ د پیل راهیسې، هغه تر ډیره پورې یوازې او ګوښه شوې ښکاري. اوس چې پر میرکل باندې د مهاجرت د کړکیچ له امله داخلي فشارونه هم ډیر شوي، میرکل تر ډیره پورې په بروکسل کې پر موجوده ملاتړ تکیه کوي.