سوريه؛ د ښځو د جامو اغوستلو په طرز کې مداخله منع ده
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سهشنبهد سوریې د وسله والو ډلو رهبرۍ د دغه هیواد وګرو ته یو لړ لارښوونې یا په اصطلاح فرمانونه صادر کړي دي.
د سوریایي رسنیو د رپوټ پر بنسټ د دغه هیواد د وسله والو ډلو عمومي مشر د غچ اخیستنې، د سوریې په څو ولایتونو کې د ګرز بندیز وخت، د ښځو د جامو او د ډوډۍ پيرلو اندازې د جواز په اړه د لارښوونو یوه مجموعه خپره کړې ده.
د لارښوونو د مجموعې په متن کې راغلي دي:
-د اتباعو ترمنځ د هر ډول ګواښ یا منازعاتو راپورته کولو اقدام به په یوه کال بند محکومیږي. د اتحاد یا یووالي پر لزوم او له هر ډول اختلافاتو، چې د نوي سوریې د جوړیدو مخه نیسي، څخه پر ځان ساتنې ټينګار شوی دی.
-هیڅوک د شهیدانو د وينې د انتقام حق نه لري، ځکه شهیدانو خپل ژوند د هیواد د ازادۍ له پاره قرباني کړی دی، نه د غچ اخیستنې له پاره.
د «کور یا بل هر شي په مقابل کې د شهیدانو وينې» له عبارت څخه استفاده کول منع دی، ځکه شهید د الله ج په لاره کې خپل ژوند ورکړی دی، نه د شخصي اهدافو په خاطر.
-هر کس په ورځ کې د څلور پاکټه یا کڅوړې ډوډۍ اخیستلو اجازه لري. دغه پریکړه د ډوډۍ موجودیت تضمینولو او ټولو ته د عادلانه ویشلو په موخه شوې ده.
-د دمشق شاوخوا ښارونه، لاذقیه او طرطوس په هغو ساحو کې شامل دي چې د ماښام له ۱۷ بجو د سهار تر ۵ بجو پورې پکې ګرزبندیز لګول شوی او سرغړونکی به په یوه میاشت بند محکوم کیږي.
-د ښځو د جامو اغوستلو په طرز کې مداخله یا د هغوي د ظاهرې بڼې په اړه هر ډول غوښتنه په سختۍ سره منع دی. موږ ټینګار کوو چې شخصي ازادي د ټولو له پاره تضمین شوې ده او د افرادو حقونو ته درناوی د یوه متمدن ملت اساس تشکیلوي.
-پر رسنیزو مسلکي افرادو برید چې د سوریې په تلویزون، راډیو او ټولنیزو انټرنټ پاڼو کې کار کوي په کلکه منع دی او د دوی پر وړاندې هر ډول ګواښ په هر ډول شرایطو کې منع دی. د دې حکم سرغړونکي به په بشپړ یوه کال بند محکومیږي.
موږ د رسنیو د کارکوونکو د ملاتړ پر اهمیت او ملت او ټولنې ته د دوی د کار د ازادۍ پر تضمینولو ټینګار کوو.