1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

جي ۷ د روسیې د کنګل شوو پيسو ګټه اوکراین ته په پور ورکوي

۱۴۰۳ خرداد ۲۴, پنجشنبه

د جي ۷ ډلې هیوادونو مشران په یوه دری ورځنۍ سرمشریزه کې د ګډون له پاره په ایټالیې کې را ټول شوي دي. د دغې ډلې غړي غواړي چې د روسیې د دولتي کنګل شوو پيسو څخه په استفادې اوکراین ته ۵۰ میلیارده ډالره پور ورکړي.

https://p.dw.com/p/4h0Bc
Italien | G7 Gipfel
د جي ۷ ډلې هیوادونو مشران په یوه دری ورځنۍ سرمشریزه کې د ګډون له پاره په ایټالیې کې را ټول شوي ديانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د نړۍ د اوو شتمنو دیموکراتیکو هیوادونو (جي ۷) مشران اوکراین ته په ۵۰ میلیارده امریکایي ډالره پور ورکولو موافقې ته رسیدلي دي. دغه پور د روسیې د مرکزي بانک د کنګل شوو پيسو له ترلاسه شوي سود څخه ورکول کیږي.

دغه اقدام د اوکراين په ګټه د روسیې له کنګل شوو پيسو څخه د استفادې په هکله د اروپایي اتحادیي له پریکړې وروسته صورت نیولی دی. د دې پریکړې نور جزویات لا نه دي ورکړل شوي، خو تمه کیږي چې دغه پور به د روان کال تر پایه پورې د کیف په اختیار کې ورکړل شي.

د متحده ایالاتو حکومت، د دغو پيسو ډیره برخه چې د روسیې د شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره کنګل شوو پیسو له سود یا ګټې څخه یې ترلاسه کوي، تامینوي. د دغو پیسو لویه برخه په اروپا کې ساتل کیږي.

په داسې حال کې چې دغه پور عمدتاً د امریکا متحده ایالاتو له خوا برابریږي، یوه فرانسوي چارواکي وویل چې دغه پيسې کیدای شي د اروپا په پیسو یا ټولو مرستو سره تکمیلې شي.

تر یوه کال د ډیرې مودې راهیسې چارواکو د روسیې د کنګل شوو پيسو د سود ضبطولو د قانوني والي او اوکراین ته یې د استولو په هکله بحث کړی دی.

Ukraine | Zerstörung in Charkiw
د جي ۷ ډلې هیوادونو مشران په یوه دری ورځنۍ سرمشریزه کې د ګډون له پاره په ایټالیې کې را ټول شوي ديانځور: Photo by Handout/Telegram/@synegubov/AFP

لویدیځو هیوادونو په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، بې له ځنډه د روسیې د مرکزي بانک ټولې شتمنۍ چې دوی ورته لاس رسی درلود کنګل کړلې.

د اوکراین د جګړې د مالي ملاتړ د تامین په خاطر د روسیې له مالي سرچینو څخه د مستقیمي استفادې له پاره باید قوي حقوقي دلایل موجود وي، نو له همدې امله دغه طرح پر دغو ستونزو د لاس بري له پاره یوه حل لاره کڼل کیږي.

بریتانيا د جي ۷ په غونډه کې له اوکراین سره د ۳۱۰ میلیونه دالرو مرسته اعلانوي

د بریتانيا د لومړي وزیر دفتر وویل چې لومړي وزیر ریشي سوناک به د جي ۷ په سرمشریزه کې له اوکراین سره د ۲۴۲ میلیونه پاونډو (۳۰۹،۷ میلیونه ډالره) مرستې اعلان وکړي.

د دغو مرستو هدف په اوکراین کې د بیړنیو بشردوستانه اړتیاو، د انرژۍ تامین او ثبات ملاتړ کول دي.

سوناک له دغې سرمشریزې مخکې وویل: «موږ باید د اوکراین د ملاتړ او په دې حساسه شیبه کې د پوتین د غیر قانوني جګړې پای ته رسولو له پاره، قاطع او خلاقه اوسو».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د کریمیا تاتاران خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره مبارزه کوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب