1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بريتانیا اوکراین سره د پوځي مرستو نوې بسته اعلانوي

۱۴۰۲ دی ۲۲, جمعه

رپوټونه وايي د بريتانيا صدراعظم ريشي سوناک به د جمعې په ورځ کيف ته د سفر پر مهال له اوکراين سره د پوځي مرستو د ېوې نوې بستې اعلان وکړي. نوې مرستې دوه نيم ميليارډ پونډه (۳،۲ ميليارډ ډالر) ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4b9oL
د آرشیف انځور - د بريتانیا صدراعظم ريشي سوناک (ښي لور) او د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي د می ۱۵مه ۲۰۲۳ په بریتانیا کې
د آرشیف انځور - د بريتانیا صدراعظم ريشي سوناک (ښي لور) او د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي د می ۱۵مه ۲۰۲۳ په بریتانیا کېانځور: Carl Court/Getty Images

د بريتانيا د صدراعظم ريشي سوناک، دفتر ويلي دي چې هېواد به ېې اوکراین سره خپلو پوځي مرستو ته ادامه ورکوي او دغه مرستې به په راتلونکې مالي کال کې تر دوه نیم ميليارډ پونډو پورې وي.

د سوناک دفتر په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې نوموړی د جمعې په ورځ کیف ته په سفر ځي. رپوټونه وايي تمه ده چې سوناک به په دغه سفر کې اوکراین سره د پوځي ملاتړ په موخه د دوه نیم ميليارډ پونډو (۳ اعشاريه ۲ ميليارډه ډالرو) نوې مرستې اعلان وکړي.

اعلاميه کې ويل شوي چې اوکراین سره د بریتانیا دغه پوځي مرستې په دوو تېرو کلونو کې ۲۰۰ میليارډ پونډه ډېرې شوي دي. اعلاميه کې زیاته شوې چې د مرستو دغه نوې بسته به اوکراین سره د زرونو جنګي ډرونونو په رانيولو کې مرسته وکړي چې په هغو کې به د نظارت په ګډون، اوږد واټن وړتیا لرونکې او سمندري ډرونونه شاملې وي.

د رويٍټرز خبري آژانس د رپوټ په حواله، سوناک په یوه اعلامیه کې ويلي: «زه نن دلته له یو پيغام سره یم: بریتانیا به دا ډول زړه نا زړه نه وي.» هغه زیاته کړې: «موږ به تر ټولو په تیاره ساعتونو او په راتلونکی ښه وخت کې له اوکراین سره ولاړ یو.»

روسيې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مهپر اوکراین پوځي یرغل وکړ او دغه جګړه اوس خپل دوهم کال ته ورنژدې شوې ده. بريتانیا په دغه جګړه د اوکراین د غربي متحدينو په کتار کې يو له مهمو ملاتړکونکو څخه دی.

ريشي سوناک په لومړۍ ځل تر صدراعظم کېدو لږ وروسته د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې اوکراین ته سفر وکړ.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل