1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن له مکسیکو سره په سرحد کي د پناه غوښتني مقررات سختوي

۱۴۰۳ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن له مکسیکو سره د ۳۲۰۰ کیلومتره سرحد په اوږدو کي د پناه غوښتونکو له پاره د سختو محدودیتونو اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/4gesZ
USA Mexiko Grenze Migration
انځور: David Peinado/Anadolu/picture alliance

ولسمشر بایدن د سه شنبه په ورځ په واشنگټن کي وویل چي دغه نوی فرمان به «زموږ سره مرسته وکړي چي خپل سرحدونه کنترول کړو.» او په دې ډول به بیرته نظم رامنځته سي.

د مقرراتو سختوالی په دې معنی دی چي هغه پناه غوښتونکي چی له مکسیکو  څخه په غیرقانوني ډول داخلیږي، په ډېرو مواردو کي به د پناه غوښتني د دوسیو د څیړلو پرته هغوی بیرته اخراجیږي. دا کار باید هغه وخت سمدستي وسي، چي په ورځ کي په اوسط ډول د غیرقانوني مهاجرو شمیر ۲۵۰۰ ته ورسیږي.

د کډوالو  په چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ UNHCR پر دغه فرمان باندي سخت انتقاد کړی دی.

 کله چي بایدن درې کاله مخکي د ولسمشرۍ دنده پرغاړه واخیسته، د پناه غوښتني سیاست په هکله یې له انسانیته ډکې پالیسۍ ژمنه وکړه. خو د هغه دغه پالیسۍ د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو د مخالفت او په ډیموکراټانو کي د نظر د اختلاف له امله ناکامه سوه.

بایدن د سې شنبې په ورځ وویل چي جمهوري غوښتونکو هغه ته «کوم بل انتخاب پرې نه ښود.» هغه د مهاجرت  په هکله له گوندونو پرته د اصلاحاتو لایحې ته ترجیع ورکوي.

د امریکا متحده ایالاتو  د داخلي امنیت وزارت د احصائیو له مخی، په دغه  ۳۳۳ میلیوني هیواد کي، شاوخوا ۱۱ میلیونه بې اسناده پناه غوښتونکي اوسیږي.

USA Brownsville Februar 2024 | Präsident Joe Biden bei Besuch an der US-Mexiko-Grenze
جوبایدن په فبرورۍ کی د امریکا متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ سرحد څخه د لیدنی پرمهالانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ په حواله د بایدن فرمان د پناه غوښتني حق له گواښ سره مخامخ کوي. دغه مرستندویه بڼسټ څرگنده کړې ده چي د امریکا حکومت باید پر خپلي دغې پریکړې له سره فکر وکړي.

د امريکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان کړی دی چي د ولسمشر په توگه به د دغه سرحدي دیوال جوړولو ته ادامه ورکړي چي د خپلي ولسمشرۍ په اوله دوره کي یې تر یو ځایه جوړ کړی وو.

د ملي گارډ او پوځ په مرسته به هغه «د امریکا په تاریخ کي د مهاجرو د اخراج تر ټولو لوی عملیات» وکړي. د روان کال د نوامبر مياشتي پر پنځمه ټاکنو  کي به ترمپ د بایدن پر وړاندي راڅرګند سي.  

همدارنګه په امریکا متحده ایالاتو کي هم مرستندوی بڼسټونه د بایدن پر دغه فرمان انتقاد کوي. دغه فرمان د پناه غوښتونکو تضمین سوی حق کمزوری کوي. د یهودیانو د اتحادیې (HIAS) مشر مارک هیتفیلد، شکایت کوي چي ولسمشر د سیاسي فضا له لاري رهبري کیږي. د حقوقي مرستو د ټولنې (ACLU) یوه څارنوال سي ان ان تلویزیوني رسنۍ ته وویل چي د هغوی ټولنه به د دغه ډول مقرراتو پر وړاندي دعوه وکړي.

بایدن خپلو منتقدینو ته دا دلیل راووړ چي نورو ته د امریکایانو خیر رسول کرار کرار مخ پر ختمیدو دی. هغه باید یو څه ترسره کړي. جمهوریت غوښتونکو د بایدن دغه اقدام د په اصطلاح «د خلکو په سترگو کي د خاورو اچولو» په توگه محکوم کړ.   

GP/NZ/AG