1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستمکسیکو

په مکسيکو کې په لومړي ځل يوه ښځه د ولسمشري په توګه ټاکل شوې

۱۴۰۳ خرداد ۱۴, دوشنبه

کلاوديه شاينباوم، به د يکشنبې ورځې د ټاکنو د پايلو پر اساس د مکسيکو لومړۍ ښځه ولسمشره وي. ټاکنې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې ترسره شوې، خو سره له دې هم د تاوتریخوالي ځينې پېښې رامنځته شوې.

https://p.dw.com/p/4gZEa
 کلاوديه شتاينبام ښايي د مکسيکو نوې ولسمشره شي
کلاوديه شتاينبام ښايي د مکسيکو نوې ولسمشره شيانځور: Fernando Llano/AP Photo/picture alliance

د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو د اعلان شويو پایلو پر اساس ښايي د مکسيکو د برحاله ګوند کانديدې کلاوديه شاينباوم، ټاکنې ګټلي وي.

د انکرول په نوم د نظر پوښتنې مرکز په حواله د مکسيکو دې ۶۱ کلنې ښاروالې څه نا څه ۵۸ سلنه رایې ګټلي دي.

د دې لومړي نتايجو پر اساس نوموړې د اپوزيسيون د خپلې سيالې کانديدې سوکايتل ګلوز، څخه چې ۲۹ سلنه رایې يې خپلې کړي دي، مخکې ده.

انتظار کيږي چې لومړي رسمي نتايج به د ورځې په اوږدو کې اعلان شي.

د يکشنبې ورځې دې ټاکنو پر مهال د رایې اچونې په مرکزونو کې د تاوتريخوالي په ترڅ کې دوه کسان ووژل شول. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیز کمپاين پر مهال لا د مخه ۳۸ نوماندان وژل شوي دي چې شنبه د شپې وژل شوی يو سيمه ایز کانديد هم پکې شامل دی چې په ډزو ووژل شو. دې خونړيو پېښو ديموکراسۍ ته د مخدره موادو په اصطلاح په جګړې د بوختو ډلو د ګواښ په اړه انديښنې ډېرې کړي دي.

تاريخي ټاکنې

د يکشنبې ورځې ټاکنې به ښايي د هېواد د لومړنۍ ښځي ولسمشرې د ټاکل کيدو له کبله تاريخي وي. دوو ښځو د ولسمشرۍ څوکۍ پر سر سيالي کوله او له درېم کانديد څخه چې يو نارينه دی، ډېرې مخکې وې.

کله چې د ټاکنې مرکزونه پرانيستل شول د برحاله حکومتي مورينا په نوم ګوند کانديده شاينباوم، د اپوزيسيون له کانديدې څخه ډېره مخکې وه.

شاينباوم، د ولسمشر اندرس مانويل لوپس اوبرادور، چې له واکه به ګوښه شي، د سياسي پروګرام د پرمخ وړولو ژمنه وکړه. اوبرادور، که څه هم چې په خلکو کې ډېر محبوب دی، خو د اساسي قانون له مخې یې ځان بل وار ولسمشرۍ څوکۍ ته کانديد کولای نه شوای.

د اپوزيسيون کانديدې سوکايتل ګلوز ۲۹ سلنه رایې خپلې کړي دي
د اپوزيسيون کانديدې سوکايتل ګلوز ۲۹ سلنه رایې خپلې کړي ديانځور: Gerardo Vieyra/NurPhoto/picture alliance

ګلوز، چې پخوانۍ سناتوره او متشبثه ده، د اپوزيسیون ګوندونو د ائتلاف استازيتوب کوي او ژمنه یې کړې وه چې د اوبرادور د «د ګوليو پر ځای په غيږه کې د نيولو» تګلاره به بدلوي چې د هېواد د مخدره موادو د بانډونو پر وړاندې یې لرله. په مکسيکو کې دغه ډلې له ډېر تشدد څخه کار اخلي.

د رایې اچوونکو په ذهن کې د بانډونو تاوتريخوالی

د نظر پوښتنو پر اساس اقتصاد او د مخدره موادو قاچاق کوونکو ډلو تاوتريخوالی هغه دوې موضوعګانې وې چې رایې اچوونکو ته ډېره مهمې وې.

يو شمیر نوماندان په ټول هېواد کې د شا او خوا ۲۰ زرو مقامونو له پاره چې کانګرس او ځينې سيمه ایز مقامونه پکې شامل ول، د ترسره کیدونکو ټاکنو له پاره د کمپاين په ترڅ کې ووژل شول.

په ټوله کې له ۲۰۰۶م کال راهېسې يعني کله چې مکسيکو د مخدره موادو پر ضد خپله مبارزه پېل کړه، تر ۴۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

د يکشنبې په ورځ د ټاکنیزو مرکزونو د ساتنې په موخه په زرونه عسکر ګمارل شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه: