په زرونو زره کډوالو د مکسيکو او امريکا پر سرحد هجوم وروړی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعهپه لسونو زره کډوال هڅه کوي چې د امريکا متحده آيالاتو او مکسيکو ترمنځ له پولې څخه واوړي. د متحده آيالاتو د کورني امنيت وزيرالېخاندرو مايورکاس وويل هغه څوک چې په غيرقانوني توګه له پولې اوړي، بايد د سختو پايلو انتظار هم ولري. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د ولسمشر بايدن د وروستي فرمان په اساس ډېری غيرقانوني کډوال د دېرشو ورځو په ترڅ کې بېرته اخراجيږي که د پناه غوښتنه يې تر لومړۍ ارزونې وروسته رد شي.
اړونده موضوع:د متحده آيالاتو د کورني امنيت وزيرالېخاندرو مايورکاس
د پنجشنبې او جمعې ورځو ترمنځ شپه کې د ۴۲ په نوم مقرره پای ته رسيږي. د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دوره کې رامنځ ته شوې دغه مقرره امريکايي ادارو ته د دې اجازه ورکوله چې کډوال ډېر ژر مکسيکو يا نورو هېوادونو ته اخراج کړي بې له دې چې هغوی د پناه غوښتنې فرصت ولري.
اوسمهال د ولسمشر بايدن له خوا نوي مقررات پلي شوي دي چې له مخې يې هغه څوک د پناه اخيستلو حق نه لري چې له نورو هېوادونو تېر شوي وي او هلته يې د پناه عريضه نه وي ورکړې. د پناه حق هغه مهال هم له منځه ځي چې د کډوالۍ او مهاجرت له پاره له غيرقانوني لارو څخه ګټه اخيستل شوې وي. داسې برېښي چې د متحده آيالاتو په سويلي پوله کې راټولو شوو ډېری کسانو پورې ښايي دغه مقرره صدق وکړي.
اړوندوه موضوع:ولې افغانان له برازيل څخه په قاچاقي لارو امريکا او کاناډا ته ځي؟
د مکسيکو په سرحد کې په لسونو زره کډوال د ۴۲ په نوم مقررې د پای ته رسېدو له کبله سره راټول شوي او هيله لري چې له پولې څخه تر اوښتلو وروسته بېرته اخراج نه شي او په متحده آيالاتو کې نوی ژوند پيل کړي. د امريکا پر اړخ هم په لسونو زره غير قانوني کډوال د نيمې شپې راهيسې انتظار باسي څو په متحده آيالاتو کې د پناه غوښتنې عريضه وړاندې کړي. د مکسيکو ولسمشر اندرېس مانوېل لوپېز اوبرادور د پنجشنبې په ورځ وويل چې مکسيکو له متحده آيالاتو سره ګډ کار کوي څو د پولې په اوږدو کې د ګډوډيو او تاوتريخوالي مخه ونيسي.
رويترز/ن.ص./ب ص
زموږ له آرشيف څخه: