ولې افغانان له برازيل څخه په قاچاقي لارو امريکا ته ځي؟
۱۴۰۱ اسفند ۹, سهشنبهبرازيل له هغو هيوادونو څخه دی چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې له خطر سره مخامخ په زرونه افغانان په بشري ویزو له دغه هيواد څخه انتقال کړل.
تينا عظيمي چې د افغانستان د کندز ولايت اوسيدونکې او د ښځو د حقونو فعاله ده، له هغو افغانانو څخه يوه ده چې برازيل ته انتقال شوي دي. هغه وايي چې د نااميدۍ له کبله یې په برازيل کې د پناه ترلاسه کولو غوښتنليک ور کړی وو چې بالاخره د دغه هيواد له خوا ومنل شو.
عظيمي وايي چې خپله یې پاسپورت درلود او ویې کولای شول چې شپږ مياشتې وروسته د ايران له لارې برازيل ته سفر وکړي، خو د کورنۍ هغه غړي چې پاسپورت یې نه درلود، تر اوسه په ایران کې دي او د انتقال پروسه یې لا نه ده بشپړه شوې.
اړونده موضوع: ولي د امريکايي ځواکونو افغان همکار په امریکا کي بندي دی؟
د ښځو د حقونو دا فعاله وايي چې اوس د برازيل په يوه کمپ کې ژوند کوي او يوه میاشت وروسته یې درې کلنه اقامه ترلاسه کړه او اوس د ورځې درې ساعته د ژبې په زده کړه بوخته ده.
مېرمن عظيمي وايي: «سره له دې چې په تهران کې د برازيل سفارت موږ ته ويلي ول چې په برازيل کې تاسې ته هیڅ ډول امتیاز نه درکول کيږي، خو دلته موږ ته ۵۰۰ ريال چې ۱۰۰ ډالر کیږي [هره میاشت] راکول کیږي.»
د ښځو د حقونو دا فعاله وايي چې په برازيل کې عاید او د کار زمينه ډېره محدوده ده او له همدې کبله دې هيواد ته انتقال شوي افغانان په قاچاقي لارو امريکا او کاناډا ته ځي.
تينا عظيمي وويل: «د کور کرايه له ۱۰۰ څخه تر ۵۰۰ ريال ده. د يوه کس میاشتنی مصرف ۳۰۰ ريال کيږي. عايد ډېر لږ دی. يو کس چې کار کوي ۶۰۰ ريال عاید به ولري چې د کورنۍ د لګښت له پاره یې کافي دي خو نه شي کولی په افغانستان کې د کورنۍ له نورو غړيو سره مرسته وکړي.»
برازيل ته د انتقال شويو افغانانو شمير معلوم نه دی خو د تېر کال په پای کې ويل شوي ول چې برازيل افغانانو ته کابو ۶۰۰۰ بشري ویزې تائيد کړي دي.
حسين عليزاده له هغو افغانانو څخه دی چې د برازيل له خوا د بشر دوستانه ویزې د ترلاسه کولو وروسته په قاچاقي توګه امريکا ته تللی دی. هغه وايي: «دوې میاشتې په برازيل کې وم. ژبه یې ډېره سخته وه. اقتصادي ستونزې مې هم لرلې. د کار زمینه او عايد محدود دی. له همدې کبله مجبور شوم د امريکا پر لور حرکت وکړم.»
اړونده موضوع:ايټالیا: د مهاجرو کښتۍ په ډوبیدو کې د افغانانو په ګډون له ۳۰ ډیر کسان مړه دي
عليزاده دويچه ويله ته وويل چې له برازيل څخه امريکا ته دا خطرناک سفر ۳۵ شپې او ورځې وو: «لاره خطرناکه وه، يو شمیر مهاجر مړه شول. جسدونو بو کړی وو. خلکو جسدونه د ونو په پاڼو پټ کړي ول. نه معلوميدل چې د کوم هېواد د مهاجرو مړي دي.»
دې افغان مهاجر وويل چې امريکا او کاناډا ته د رسېدو له پاره له څو هېوادونو څخه په اوبو، وچه، ځنګلونو او په کښتۍ، موټرو او حتی پياده تېر شوي دي.
عليزاده د دې قاچاقي سفر د کړاو په هکله وايي: «اته ورځې او شپې د پاناما په ځنګلونو کې پياده تللي وو. ډېر له خطره ډک سفر وو.»
نوموړي وویل چې دا قاچاقي سفر بې له يوه قاچاق کوونکي امکان نه لري او وايي چې دوی دوو قاچاق کوونکو بدرګه کول: «زموږ په ډله کې له يو شمير مختلفونو هېوادونو څخه ۳۰۰ کسان ول. اته تنه موږ افغانان وو. قاچاق کوونکو د هر هېواد څخه تر تیرولو وروسته له موږ څخه د ۲۰۰ او ۲۵۰ ډالرو په منځ کې پېسې اخيستې.»
په دې ترتيب عليزاده د څلورو زرو امريکايي ډالرو په لګښت توانيدلی چې ځان د امريکا ميشيګن ایالت ته ورسوي. هغه دمګړۍ د ژبې په زده کړه بوخت دی او هیله لري چې قبول شي او د کار اجازه ترلاسه کړي.
امريکا له ۲۰۲۱م کال راهېسې تر اوسه له ۸۶ زرو ډېر سيمه ایز همکاران او نور د خطر سره مخ کسان له افغانستان څخه انتقال کړي دي خو اوس هم ډېر شمير هغه کسان چې امريکا دريمګړو هېوادونو لکه پاکستان، متحده عربي امارات او البانیا ته انتقال کړي ول، امريکا ته د ليږدول کیدو په انتظار دي.
زموږ له آرشيف څخه: