کابل ته د پاکستاني پلاوي د تللو موخه څه ده؟
۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعهد پاکستان باندنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ خبر ورکړی دی، چې د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته تللی، څو د مارچ میاشتې ځانمرګي برید په اړه د ترسره شویو څېړنو پايلې له طالبانو سره شریکې کړي. په دغه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینیران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی وژل شوي وو.
د استوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، پاکستان ویلي، چې دغه برید پهافغانستان کې پلان شوی و او دا، چې ځانمرګی بریدګر افغان و. د رپوټ له مخې، پاکستان ویلي، چې د افغانستان اوسني واکمن طالبان باید د دغه برید په اړه ځواب ووايي. پر افغانستان واکمنو طالبانو د دغې برید په اړه هر ډول مسئولیت رد کړی دی.
په دې اړه:پاکستان: ځانمرګي برید کې پنځه چینایان وژل شوي
د یوې خبرپاڼې تر مخه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي خرم اغا، دغه موندنې د طالبانو ادارې د کورنیو چارو له مرستیال وزیر محمد نبي عمري، سره شریکې کړي دي. په رپوټ کې راغلي، خرم اغا، د پاکستان د لومړي وزیر شهبازشریف، په سپارښتنه کابل ته سفر کړی دی.
د روان زیږدیز کال مارچ میاشتې پر ۲۶ نېټه یوه ډله چینايي وګړي هغه مهال د ځانمرګي برید هدف وګرځېدل، چې د پښتونخوا په شانګلې کې «داسو» برېښنا بند ته د کار له پاره روان وو. دغه بند پاکستان کې د برېښنا تر ټولو لوی بند ګڼل کېږي.
په رپوټ کې راغلي، پاکستان له افغان طالبانو غوښتي، څو د دغه برید د عاملینو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.
د استوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، کابل کې د خبرو اترو په اړه دپاکستان باندنیو چارو وزارت زیاته کړې، افغان واکمنو ورسره هغه ژمنه بیا تکرار کړې، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه پاکستان خلاف د ترهګریزو کړنو له پاره نه کارول کېږي. زیاته شوې، چې طالبانو د پاکستان د موندنو په بیا کتنې موافقه کړې ده. په سملاسي توګه په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دا مهال زرګونه چینايي وګړي د پاکستان ـ چین اقتصادي کوریډور پورې اړوند پروژو کې کار کوي، چې په دې کې تر ډېره د سړک جوړولو، برېښنا او کرنې هغه شاملې دي.