1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر طالبانو د فشار په موخه د کډوالو موضوع راپورته کړې

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

په پاکستان کې د پښتونخوا عوامي ګوند یو شمېر غړي او مدافع وکیلان وایي، چې پاکستان له افغان کډوالو د خپل اقتصادي او سیاسي ګټو له پاره کار اخلي.

https://p.dw.com/p/4XTus
Videostill Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan haben Angst vor Abschiebung
انځور: Fatima Nazish/DW

د دوی په خبره چې د پاکستان ناوړه اقتصادي وضعیت او افغانستان کې له طالبانو سره د اړیکو ترېنګلتیا پاکستان ته د دې موقع برابروي چې دوی په دغه هېواد کې له افغان کډوالو د خپل هدف په توګه استفاده وکړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم دوې ورځي وړاندي ویلي وه چې د پاکستان حکومت سیاسي مشران له افغان کډوالو د فشار په توګه کار اخلي.

عباس ستانکزي همدا راز په خپلو خبرو کې ویلي وه چې پاکستان افغان کډوال د سیاسي او اقتصادي لوبو له پاره کاروي او د دغه هېواد له سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې یې په دغه برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د پښتونخوا عوامي ګوند یو شمېر مدافع وکیلان وایي چې پاکستان د نومبر میاشتې تر لومړیو په هېڅ ډول نه شي توانېدلی چې درې میلیونه افغان کډوال له دغه هېواد وباسي او نه هم دوی په رښتينې معنی د دې اراده لري خو غواړي له دې موضوع استفاده وکړي چې نړیوالې مرستې پرې جلب او پر طالبانو د فشار راوړلو په خاطر يې وکاروي.

د دغه ګوند غړی او په پښتونخوا کې مدافع وکیل فهیم مروت له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي، چې د پاکستان په قوانینو کې په دې ډول د کډوالو ویستلوهېڅ مواد هم نه شته خو پاکستان د خپلو سیاسي ګټو او د افغان کډوالو له مجبوریت څخه د ناوړه استفادي په خاطر په رسنیو کې هر څه خپروي او دې خبرو هلته میشت افغان کډوال سرګردانه کړي دي.

نوموړی وایي: «هر کله چې د پاکستان حکومت وغواړي پر افغان حکومت د ځینو ګټو له پاره فشار راوړي او یا هم له نړیوالې ټولنې ځینې اقتصادي مرستې ترلاسه کړي، نو دوی په همدې ډول پر افغان کډوالو فشار راوړي او په نتیجه کې یوازې افغان کډوال ځورول کېږي. دا لړۍ مخکې هم روانه وه او دا ځل هم ورته لوبه ده چې افغان کډوال باید حوصله له لاسه ور نه کړي.»

د دغه ګوند د پښتونخوا صوبه یي سکرتر همایون وایي، چې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره بې انصافي کوي او دغه ګوند په دې تړاو خپل رسمي دریځ څرګند کړی دی.

نوموړی وایي: «زموږ ګوند په دې تړاو تل غږ پورته کړی دی او دا ځل یې هم دریځ روښانه دی. پاکستان له افغان کډوالو سره بې انصافي کوي ځکه په دغه ډول د افغان کډوالو ویستل او ځورول د پاکستان په قوانینو کې هېڅ هم نه شته. پاکستان غواړي یوازې په دې ډول ځینې ګټې ترلاسه کړي»

خو په پېښور کې یو شمېر افغان کډوال له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي، چې د پاکستان پولیس يې سخت ځوروي او کاروبارونه یې له سخت خنډ سره مخ دي.

د پیښور په کوهاټ سېمه کې میشت ولي محمد وایي، چې کلونه یې د کاروبار له پاره هڅه کړې وه خو اوس مجبور دی چې خپل کاروبار بیرته راټول کړي:

«د پاکستان په سیاسي او اقتصادي ګټو موږ نه پوهېږو خو له بده مرغه موږ له سخت کړاو سره مخ یو. موږ وطن ته د تللو هېڅ اراده نه لرو خو دلته مو هم کاروبار په ټپه ولاړ دی، ځکه چې له کوره ووځو نو پاکستاني پولیس مو ځوروي.»

خو په پېښور کې میشت د کډوالو او بشري حقونو فعال همایون کاسي وایي، چې په پښتونخوا او شاخوا سېمو کې به د سیاسي ګوندونو او دیني عالمانو فشار د پاکستان حکومت پرېنږدي چې افغان کډوال وځوروي، خو په نورو سېمو کې دا تر هغه وخته ممکنه ده چې پاکستان خپل اهداف نه وي ترلاسه کړي.

د پاکستان حکومت د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې له پاکستانه ووځي، کنه په زور به اخراج کړل شي.