«د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغانان ازاد شوي»
۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعهدغې وزارت پر ایکس خواله رسنۍ کې پر خپلې پاڼې کوېټه کې د کډوالو وزارت د اتشې د مالوماتو پر بنسټ لیکلي، چې تېرو اوو ورځو کې د پاکستان امنیتي ادارو د هغه هېواد بېلابېلو سیمو کې له ۵۰۰ ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغانان نیولي او بندیان کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼې کې راغلي، چې کوېټه کې د کډوالو وزارت په هڅو له دغې ډلې ۱۲۰ کسان ازاد شوي او د نورو د خلاصون هڅې هم روانې دي.
د پاکستان کراچۍ کې د بشري حقونو فعالې او د نیول شویو افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزه کاکړ دویچه ویله ته وویل، چې د پاکستان حکومت کراچۍ کې د روانې سپټمبر میاشتې له ۹ تر ۱۴ نېټې ۵۴۵ افغان کډوال نیول شوي دي. نوموړې وايي، دا ځل د پاکستان امنیتي ادارو هغه کسان هم نیولي، چې قانوني اسناد ورسره دي.
نوموړې وویل، په دې ورځو کې له سلو ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او د نورو د خلاصون هڅې هم روانې دي. د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د پاکستان حکومت ویلي، هغه افغان کډوال به ونیسي، چې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته تللي او هلته د پاتې کېدو هڅه کوي.
پاکستان کې د افغانانو نیول او زنداني کول له پخوا روان دي؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او تازه د تورخم دروازې د تړلو وروسته دغو نیونو او زنداني کولو زور اخستی.