پر تایوان د امریکا د وسلو پلور؛ چین اعتراض کړی
۱۴۰۳ آبان ۶, یکشنبهچين د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ژمنه کړې چې پر تايوان د خپل حاکميت د ساتلو لپاره به ټول اړين تدبيرونه ونيسي. دا اعلان پر تایوان د امریکا د وسلو د پلور له نوي پړاو وروسته شوی دی.چین د تایوان جزیره د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي.
که څه هم دا تړون لا د متحده ایالاتو د کانګرس تصویب ته اړتیا لري، خو د تایوان د دفاع وزارت د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۶ مه ) وویل چې دا تړون به «د تایوان دفاعي مقاومت پیاوړي کولو» کې مرسته وکړي. او دا به په « تایوان کې د سولې او ثبات په ساتلو کې» مرسته وکړي.
که څه هم متحده ایالات له تایوان سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري،خو د تصویب شوي قانون له مخې، امریکا مکلفه ده چې د چین د احتمالي بریدونو په وړاندې د ځان په دفاع کې دغهې ټاپو سره مرسته وکړي. د بایډن د ادارې پر مهال تر دې دمه له تایوان سره د وسلو ۱۷ تړونونه شوي دي.
د تايوان د دفاع وزارت د چين ګواښونو ته په اشارې سره اعلان وکړ: « تايوان د خپلې خاورې د دفاع لپاره مکلف دی او د خپل ځان د ساتنې لپاره ټينګ هوډ لري.»
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبرمیاشتې په پیل کې، تایوان د ټاپو په شاوخوا کې د ۱۵۳ نظامي الوتکو او ۱۴ چینایي سمندري کښتیو لیدلو راپور ورکړ، چې د دغه وزارت په وینا په یوه ورځ کې یې شمیر بې ساری دی.چین دغه پوځي تمرین د بېلتون غوښتونکو اقداماتو پر وړاندې د خبرداری په توګه یاد کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې ويلي چې د وسلو دغه نوې کڅوړه د چين له ملي حاکميت او امنيتي ګټو څخه سخته سرغړونه کوي، د چين او امريکا اړيکې زيانمنوي او د تايوان ټاپو سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کوي.چین دا خبرداری هم ورکړی چې د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره به «قاطع او اړین اقدامات» وکړي.
پر تایوان د امریکا د پوځي تجهیزاتو د پلور پلان
تر دې مخکې د روان کال په جون میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون اعلان وکړ چې دغه هېواد پر تایوان د څه باندې ۳۶۰ میلیونه ډالرو (د ۳۳۵ میلیونو یورو معادل) په ارزښت د بې پیلوټه الوتکو په ګډون د بېلابېلو پوځي تجهیزاتو پلور منظور کړی دی.
په هغه وخت کې، پنټاګون وویل چې د وسلو پلور به «د ترلاسه کونکو امنیت ته وده ورکړي او په سیمه کې د سیاسي ثبات، نظامي توازن او اقتصادي پراختیا په ساتلو کې به مرسته وکړي.»
په دغو تجهیزاتو کې د ټانک ضد ډرونونه « سویچبلید ۳۰۰» چې ارزښت یې دوه میلونو ۶۰۰ زره ډالر کیږي او هغه بې پیلوټه الوتکې «التیوس ۶۰۰ ام وې» شاملې دي چې ارزښت یې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره دی.