تايوان ته څېرمه د چين ستر پوځي تمرينونه
۱۴۰۳ مهر ۲۴, سهشنبهد تايوان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې د دې خپلواکمن ټاپو په شا او خوا کې د چين د يو ورځنیو سترو پوځي تمريناتو پر وخت یې د دغه هېواد ۱۵۳ الوتکې پيژندلي دي.
د دفاع وزارت زياته کړې ده، چې دا الوتکې د دې ۲۵ ساعته پوځي تمريناتو په ترڅ کې په سيمه ايز وخت د سه شنبې تر سهار شپږو بجو پورې ليدل شوي دي چې د دې ټاپو په شا او خوا کې د يوه مانور په ترڅ کې د الوتکو تر ټولو لوړ شمیر دی.
په ټاېپې کې د حکومت له خوا ويل شوي دي چې له دې الوتکو څخه یې ۱۱۱ د تایوان تنګي له حساسې کرښې څخه چې چين له تايوان څخه جلا کوي، اوښتي دي.
وزارت همدا شان د دې تمريناتو پر وخت ټاپو ته څېرمه د چين د سمندري ځواک د ۱۴ بيړيو د شتون رپوټ هم ورکړی دی.
په عين حال کې جاپان نن، سه شنبه ويلي دي چې په پيکنګ کې یې له حکومت سره د دې پوځي فعاليت په غبرګون کې خپلې «اندېښنې» شريکې کړي دي.
د جاپان د کابينې يوه غړي کازوهیکو اوکي، خبريالانو ته وويل: «حکومت اړوند فعاليتونه له ډېرې ليوالتيا سره له نږدې څاري او له چين سره یې د جاپان اندېښنې شريکې کړي دي.»
په روان کال کې دويم ستر پوځي تمرينات
د چين پوځ د دوشنبې په ورځ وويل چې د «ګډې تورې ۲۰۲۴ بي» په نامه دا عمليات پلان شوي دي، څو د «بیلتون غوښتنې د اقداماتو» پر وړاندې يو خبرداری واوسي. د چين پوځ ويلي دي چې دا تمرينات د تایوان په تنګي او د تایوان په شمال، جنوب او ختیځ کې شوي. په اپريل کې ترسره شوي عملياتو ته د »ګډې تورې ۲۰۲۴ ای« نوم ورکړل شوی وو.
د تايوان د دفاع وزارت ويلي دي چې د «مناسب ځواک» په مستقر کولو یې د دې مانورو ځواب ويلی دی او په ټاپو کې يې د خبرداري کچه لوړه کړې وه.
چين له کمونيستي انقلاب او په ۱۹۴۹م کال کې د چين د حکومت له اعلان راهېسې کله چې دې خپلواکمن ټاپو ته د چين د هغه وخت حکومت فرار وکړ، دې ټاپو ته د خپل قلمرو د برخې په سترګه ګوري.
د تایوان ولسمشر لای چينګ ته، په دې وروستیو کې د ملي ورځې د تجليل په مراسمو کې وويل چې دا ټاپو د چين «مطيع» يا تر لاس لاندې نه دی، هغه څرګندونې چې ښایي چين یې په غوسه کړی وي.
چين د دوشنبې په ورځ د پوځي مانورو په اړه د څرګندونو پر وخت پرته له دې چې کومې مشخصې پېښې ته اشاره وکړی، وويل چې «د تایوان د خپلواکۍ هر تحرک يا پارونې ته به غبرګون وښيي.»
د آلمان په ګډون ځينو هېوادونو په دې وروستيو کې د تايوان تنګي ته کښتۍ استولي دي څو د تایوان ملاتړ څرګنډ کړي.
پنتاګون د چين اقدامات «بې ثباته کوونکي» بللي
د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چين دا پوځي تمرينونه «له حده ډېر» بللي او نیوکې یې پرې کړي دي.
د پنتاګون وياند پاتريک راېدر، د سه شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل: «د پوځي فشار عمليات غیر مسئولانه، نامناسب او بې ثباته کوونکي دي.»
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو سياست وياندې نبيلې مسرالي، وويل چې اروپايي اتحاديې له ټولو اړخونو څخه له زغم څخه د کار اخیستو غوښتنه کړې ده. همدا راز باید له هغو ټولو اقداماتو څخه ډډه وشي چې د تاوتريخوالي د پراخيدو باعث کيږي او دا چې ترنګلتياوې د خبرو اترو له لارې له منځه يوړلې شي.
ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: