1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چیدو توپان په مایوټ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۲۵, یکشنبه

د هند په سمندر کې پروت د فرانسې قلمرو مایوت کې د شديد توپان له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي دي. فرانسوي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د درنو تلفاتو اندېښنه موجوده ده چې بشپړ شمېر معلومول به ېې څو ورځې وخت ونیسي.

https://p.dw.com/p/4oALm
د مایوت د پاماندزي هوايي ډګر د کنټرول برج د منځ یو برخه چې په چیدو توپان کې تخریب شوی دی
د هند په سمندر کې پروت د فرانسې قلمرو مایوت کې د شديد توپان له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي ديانځور: DGAC/AFP

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د ژغورنې ټيمونو د ځمکې او هوا له لارې سيمې ته دانګلي دي، خو داسې ښکاري چې هوايي ډګر او د برېښنا سیستم ته اوښتو زیانونو ېې هڅې له خنډونو سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه سیمه وار دمخه حتی د څښاک پاکو اوبو له یو مزمن کمښت له خطر سره مخ وه.

یوې امنيتي سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د ۱۴ مړه شوي کسان په یو موقتي نوملړ کې ذکر شوي دي.

د مایوت ښاروال، امبدلواحدو سومیلا، وويل ۹ کسان چې ډېر شدید ټپيان شوي په روغتون کې له ژوندي پاتې کېدو سره مبارزه کوي، په داسې حال کې ۲۴۶ تنه نور هم سخت ټپیان شوي دي.

مایوت ټاپو د هند په سمندر کې د موزمبیق شرق ته په شاوخوا ۵۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د مایوت په اطرافو کې د چیدو توپان له پيلېدو سره سم د هغو ۳۲۰زره اوسیدونکو ته په قرنطین کې د پاته کېدو سپارښتنه شوې وه. 

د فرانسې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، برونو رتایو، د دسمبر په ۱۴مه پاریس کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال
د فرانسې د کورنيو چارو سرپرست وزیر وويل چې مایوت کې د تلفاتو د لوړېدو اندېښنې شته او د هغو نهايي شمېر معلومول به ېې څو ورځې وخت ونیسيانځور: Olivier Corsan/MAXPPP/dpa/picture alliance

د فرانسې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، برونو رتایو، د شنبې په ورځ ناوخته په پاریس کې د بحران تر یوې غونډې وروسته وویل چې د چیدو باد سرعت په یو ساعت کې ۲۲۶ کېلومتره دی چې د «قلمرو اکثره ښارګوټي ېې» په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

زیاته شوې چې دغه توپان دومره ځواکمن دی چې د برېښنا پايې ېې غورځولي، ونې ېې له رېښو رااېستلي او د بامونو آهن پوښونه او دېوالونه ېې راغورځولي دي.

داخله وزیر د تلفاتو په هکله وويل چې د هغو بشپړ شمېر معلومول به «څو ورځې وخت ونیسي او موږ د ېې د لوړېدو اندېښنه لرو.»

د رتایو دفتر ويلي دي چې نوموړی به د دوشنبې په ورځ مایوت ته ولاړ شي. هغه سره به په دغه سفر کې ۱۶۰ عسکر او د اطفائيې پرسونل هم مله وي تر څو هلته د مخه ګمارل شوو ۱۱۰ تنه پرسونل سره مرسته وکړي.

له آرشیف څخه: