پوتين د اوکراین په جګړه کې د چین د ملاتړ په لټه کې
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبهد روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د پنجشنبې په ورځ (د می ۱۶مه) بیجنګ ته ورسېد. دا په تېرو شپږو میاشتو کې له شي سره د هغه دوهمه کتنه او د روسيې د ولسمشر په توګه تر بيا انتخابېدو وروسته ېې لومړنی بهرنی سفر دی.
د پوتین دغه دوه ورځنی سفر په تېرو شپږو میاشتو کې چین ته د هغه دوهم سفر دی.
د روسيې ولسمشر، چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر اوکراین د بشپړ پوځي یرغل له کبله د خپلو پخوانيو غربي تجارتي شریکانو له لوري په مخ پر ډېرېدونکي توګه منزوي شوی، له خپل چینايي سیال شي جن پينګ، څخه د پوځي او مالي مرستو د ملاتړ په لټه کې دی. دا هم په داسې يو وضعیت کې چې په اوکراین کې د روسيې د جګړې له کبله ېې د تحریمونو د لړۍ د پای هېڅ څرګ هم نه ترسترګو ګیږي.
د چين ولسمشر شي جين پنګ، د بېجنګ ستر مرکزي تالاره بهر د یوه شانداره مراسم په ترڅ کې د پوتین هرکلی وکړ. تر دې مخکې چینايي چارواکو په چین کې د پوتین د الوتکي له کوزېدو سره سم د پوځي تشریفاتو په ترسره کولو سره د هغه هرکلی وکړ.
پوتین او شي څه وويل؟
د چین او روسيې دولتي رسنیو چین ته د پوتین د رسېدلو مراسم چې دواړو رهبرانو پکې د خپلو اړيکو ستاینې کولې، تر پوښښ لاندې نیولی وو.
پوتین وويل چې «د روسيې او چين تر منځ اړيکې نه فرصت طلبانه او نه هم د یو بل پر وړاندې دي.» هغه زیاته کړه: «په نړېوالو مسايلو کې زموږ همکاري په نړېوال ډګر کې د ثبات له فکتورونو څخه یو دی.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د پوتین تر خبرو وروسته، شي نوموړي ته وویل چې «د چين-روسيې اړيکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د بنسټيزو منافعو په مسير کې دي... بلکې همدارنګه د سولې له پاره هم ګټورې دي.»
شي زیاته کړه: «چين چمتو دی چې په نړۍ کې د انصاف او عدل د حفظ له پاره... له روسيې سره کار وکړي.»
پوتین چين ته له سفر مخکې د چین دولتي خبري آژانس شينهوا ته ويلي ول: «دا زموږ د هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو بېساري لوړه سطحه ده چې زما دغه انتخاب ېې وټاکه چې زه به د ولسمشر کېدو وروسته د لومړني هېواد په توګه» چين ته سفر کوم.
js/sms/mks/nz (AFP, AP)