په مانش کانال کې اته کډوال ډوب شوي دي
۱۴۰۳ شهریور ۲۵, یکشنبهد دو کاله پاس سیمې مشر ژاک بیلان په فرانسه کې وویل د ژغورنې کارکوونکو ته یې ته خبرداری ورکړی و چې یوه کښتۍ چې ۵۹ کسان پکې سپاره وو د دو کاله پاس سیمه کې له ستونزو سره مخ شوې.
هغه د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه:« نن سهار شاوخوا یوه بجه یوه نوې پېښه رامنځ ته شوه او موږ د اتو کسانو په مړینه خواشیني یو.»
هغه زیاته کړه چې په مړو شویو کسانو کې د افغانستان، ایران، سوریې، مصر، اریتریا او سوډان وګړي وو.مانش کانال په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ یو له ګڼه ګوڼو کانالونو څه ګڼل کیږي.قوي څپې لري چې د کوچنیو کښتیو تګ راتګ خطرناکه کوي.
بیلان وويل چې د دغې پېښې له قربانيانو سره د روان کال له پيله تر اوسه له مانش کانل څخه د تېرېدو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٤٦ تنو ته رسېدلى دى.هغه وویل چې یوازې د سپټمبر په ۱۴ مه د فرانسېله مانش کانال څخه د تیریدو اته هڅې شوي او شاوخوا ۲۰۰ مهاجر ژغورل شوي.تر دې مخکې هم د روانې میاشتې په پیل کې په دغه کانال کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۲ کډوال مړه شوي وو.
د دغه کانال په اوږدو کې پېښو د برتانیا او فرانسې پر حکومتونو فشار زیات کړی چې د کډوالو له کښتیو سره د مبارزې لارې چارې ومومي.
Rsh/Nk/zn/aa (Reuters)