1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

په ایټالیا کي سخت بارانونه؛په زرونو کسان له خپلو کورونو وتلي

۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبه

په ایټالیا کي له سختو بارانونو وروسته، په زرونو کسان مجبور سول د امنیتي دلایلو له امله خپل کورونه او آپارتمانونه پریږدي. یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4m13K
Nach tödlichen Überschwemmungen in Norditalien
انځور: FEDERICO SCOPPA/AFP

 یوازي د بولونیا په ستر ښار او د هغه په شاوخوا کي، څه د پاسه ۲۰۰۰ کسانو په اضطراري سرپناهو او یا هم د دوستانو په کورونو کي شپه تیره کړي.

ډېر سړکونه تر اوبو لاندي سوي دي. یوه شل کلن ځوان په خپل موټر کي د سیلابونو  له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امیلیا- رومانا سیمه چي د بولونیا پلازمېنه ده، یو وار بیا له طوفان  څخه زیانمنه سوې ده. د زیانونو د کچې اټکل میلیونونو یورو ته رسیږي. همدارنگه د هیواد په نورو سیمو، لکه کالابریا او سیسیلي کي هم د ښارونو مرکزونه تر اوبو لاندي سوي دي.

په ډېرو سړکونو کي موټران تر اوبو لاندي سوي دي. په ویډیو گانو کي همدارنگه لیدل کیږي چي څرنگه سیلابونه  په سړکونو کي موټرسایکلونه لاندي کوي.

اټکل کیږي چی په راتلونکو ورځو کي به حالت ښه تره سي.

GP/NZ/AG