څېړنه: آلمان کې نژدې ۴لکه خلک د سیلابونو له خطر سره مخ دي
۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبهد یو اف یو، دغه تازه څېړنه وايي چې په آلمان کې به نږدې ۳۸۴۰۰۰ خلک احتمالا په راتلونکو کلونو کې په شدیده توګه د سيلابونو له امله اغیزمن شي.
له دې ډلې، ۱۹۰زره او ۸۰۰ کسان هغه دي چې د راين سیند په اوږدو او د دغه سیند فرعي شاخو ته نژدې هستوګن دي او په حدود د ۹۸زره ۸۰۰ نور بیا البه سیند ته نژدې پراته خلک دي.
دغه څېړنه د زرغون ګوند د پارلماني ډلې په سپارښتنه د آلمان په ایالتونو کې د سېلابونو خطر د مدیریت د پلانونه له پاره ترسره شوې ده.
د څېړنې ليکوالان وايي چې کېدای شي له خطر سره د مخ افرادو په ارقامو کې ډېر بدلون رامنځ ته شي. دوی وايي په تېر کې د اودر سيند سيلابونو ته په کتو، په څېړنه کې اوسني اټکل شوي ارقام ښايي ډېر محافظه کارانه وي.
یولیا ویرلیندن چې د يادي پارلماني ډلې مرستیاله ده، د څېړنې موندنې ېې د یو «الارم» یا خبرداري په توګه ارزولي. هغې «اقليمي بحران ته په کتو له سیلابونو څخه د محافظت له پاره» د لا ډېرو فوري او موثرو اقداماتو پر اړتیا ټينګار کړی دی.
په فبرورۍ مياشت کې هم دې ته ورته ېوې څېړنه کې راغلي ول چې په آلمان کې له ۳ لکو ډېر ساختمانونه د سيلابونو په معرض کې قرار لري. دغه څېړنه د آلمان د بيمې ټولنې (جي ډي وي) له خوا ترسره شوې وه.
د يو اف یو نوې څېړنې څېړونکي د پېښو پر وړاندې له مخکې پر لا ډېر چمتووالي ټينګار کوي: «که څه هم د شدیدو بارانونو وړاندوینه یوازې په لنډ وخت کې کيږي، خو د نظارتي سیستمونو پراختیا او د آب او هوا د وړاندوېنې نمونې په خپل حال کې مهمې دي.»
(dpa) mks/nz
له آرشیف څخه (27.12.2023 ):