داودزی د کورنیو چارو وزارت سرپرست شو
۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبهپه اوسني وخت کې هغه په اسلام آباد کې دی چېرته چې هغه له ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان د سفیر په توگه دنده ترسره کوي. ښاغلي داودزي د ولسمشر کرزي د اداري چارو د رئیس په توگه هم دنده ترسره کړې ده.
د افغان ولسمشر یوه ویاند د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توگه د دواودزې د گومارل کیدو خبر تایید کړی دی. په دې ترتیب به نو داودزی د پارلمان د اعتماد رایې ترلاسه کولو پورې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توگه کار وکړي.
تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مجتبی پتنگ، ته د ولسي جرگې له خوا د نه اعتماد رایه ورکړل شوی وه او په دې ترتیب سره له دندې گوښه شوی وو. خو ولسمشر کرزي هغه وخت د پارلمان پر دغې پریکړې باندې نیوکه کړې وه او مجتبی پتنگ یې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توگه گومارلی وو. کرزي هغه وخت ویلي وو چې د مجتبې پتنگ د سلب اعتماد کیدو په برخه کې به له سترې محکمې څخه مرسته وغواړي.
په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشریزې ټاکنې کیږي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر کرزی نه شي کولای چې خپل ځان د دریم ځل له پاره په ولسمشریزو ټاکنو کې ونوموي. هغه څو وارې ټینگار کړی دی چې په راتلونکو ټاکنو کې به د هیڅ یوه نوماند ملاتړ و نه کړي.
ښاغلی داودزی ۵۵ کاله عمر لري او تر دې مخکې د حزب اسلامي ډلې غړی پاتی شوی دی. هغه د ملگرو ملتونو له پاره هم کار کړی دی. داودزي په ډیرو سختو شرایطو کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توگه دنده ترسره کړه. د هغه د کاري دورې پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې وې. په ۲۰۱۰ کال کې ولسمشر کرزي هغه خبرونه هم تایید کړي ول چې داودزي هغه مهال ایران ته د افغانستان د سفیر په توگه له دغه هیواد څخه پیسې ترلاسه کړې وې. کرزي هغه وخت روښانه کړې وه چې دغه پېسې د ولسمشریز دفتر د چارو د پرمخ بیولو له پاره کارول شوې وې.