پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز غبرګونونه را پارولي دي
۱۴۰۳ مهر ۱۶, دوشنبهد پاکستان حکومت سولې او امنیت ته د ورپيښو خطرونو د حوالې په ورکولو سره، د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اکتوبر میاشتې ۶) پر پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) بندیز ولګاوه. د اسوشییتيد پرس آف پاکستان په حواله PTM د ۱۹۹۷م کال له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون د B ۱۱ مادې پر اساس «غیر قانوني» بلل شوی دی.
په دې اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې PTM په هیواد کې عامه امنیت او ثبات ته «مهم خطر» رامنځته کړی دی.
د پاکستان حکومت او سټبلشمنټ یا پوځي اداره په سویلي وزیرستان کې د یوه ځوان نقیب الله محسود تر وژل کیدو وروسته پر جوړ شوي دغه غورځنګ او مشر یې منظور پشتین نیوکې کوي. حکومتي ادارې پر دې غورځنګ په هیواد کې د نا امنۍ خپرولو او بهرنیو ادارو په لمسون د فعالیت کولو تور لګوي. خو د PTM مشران په سختۍ سره دغه تورونه ردوي.
د بندیز پر پریکړې نیوکې
د بندیز دغه پریکړه په داسې یوه وخت کې شوې ده چې دغه غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱ نېټه د پښتون قام د یوې سترې جرګې د رابللو اعلان کړی دی. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې امنیتي ادارو په خیبر پښتونخوا کې د PTM پر اجتماعاتو چاپې وهلي دي چې له امله یې پر حکومت سخت انتقادونه شوي دي.
تیره اونۍ پولیسو په خیبر قبایلي سیمه کې د یو شمیر عملیاتو په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ خیمو ته اور لګولی و، کوم چې د اکتوبر مياشتي د یولسمې د جرګې له پاره درول شوي وو.
په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې «هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان» وایي چې PTM «پر حقونو ولاړ یو غورځنګ دی چې هیڅکله یې هم له تشدد یا تاوتریخوالي کار نه دی اخیستی او تل یې د خپلو حقونو له پاره د قانون په چوکاټ کې غږ پورته کړی دی. دغه پریکړه نه هم شفافه وه او نه هم ورته ضرورت وو.»
محسن داوړ دغه اقدام غندلی
د پارلمان پخواني وکیل محسن داوړ، چې د ملي دیموکراتیک غورځنګ د رامنځته کولو دمخه د PTM غړی و، هم دغه اقدام غندلی دی.
نوموړي په ایکس شبکه کې لیکلي دي چې د بندیز له دې پریکړې سره، «د لادرکه شوو کسانو کورنیو او د بشري حقونو غوښتونکو ته دا پیغام رسول کیږي چې حکومت پر سوله ایزې مبارزې باور نه لري».
افراسیاب خټک
پخواني سناتور افرسیاب خټک ویلي دي: «د پښتنو له سوله ایزې جرګې څو ورځې مخکې پر غورځنګ بندیز لګول، د مظلوم ولس پر ضد دود یو استعماري عمل دی.»
ولسي کارګر ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بندیز دغه پریکړه یوازې د جګړه ځپلي پښتون ولس د «مخالف او جلا کول» دي، او دا به د افراطي ښي اړخو وسله والو تقویه کولو ته زمينه مساعده کړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلی امین ګنډاپور سره هم لیدلي و او هغه ته یي هم په دې جرګه کې د ګډون کولو بلنه ورکړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ د ۲۰۱۴م کال په می میاشت کې ایښودل شوی او په هغه وخت کې یې نوم د محسود ژغورنې غورځنګ و. خو څلور کاله وروسته د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ کې یې نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ ته واړول شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر یو سیمه ایز ځوان منظور پښتین دی. نوموړي تر اوسه پورې د بندیز په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې، خو مخکې تر دې هغه ویلي وو، چې د جرګې د منتظیمینو پر وړاندې د حکومت ظلم او تیری دوام لري. پښتین ویلي وو چې د جرګې اړوند نږدې ۲۰۰ کارکوونکي نیول شوي دي.
ص.ز: ش.ن/ ن.ز