منظور پښتېن وايي زندان کې ورسره زور زیاتی شوی
۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعهد پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM مشر د پنجشنبې پر ورځ د ترهګری ضد محکمې ته وړاندې کړای شو.
په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې منظور پښتین داسې مهال محکمې ته وړاندې کیږي چې لاسونه یې ولچک شوي. هغه د یوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا زور زیاتی ورسره شوی، وویل: «هو زور زیاتی شوی، خو زور زیاتی پرېږده که په اتومي بم هم کېنول شوم، له خپله دریځه نه په شا کیږم.»
د انجینر احمدزي په نوم د اکس خواله رسنۍ یوه کارن پر خپله اکس پاڼه د منظور پشتین ویډیو خپره کړې او د رحمان بابا په یوه شعر یې د نوموړي دریځ ستایلی دی.
منظور پښتین له خپلو پلویانو غوښتي چې د پاکستان حکومت پرضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د ترهګری پرضد محکمه کې د قاضي د پرېکړې پر بنسټ، به منظور پشتین په قضايي توقیف کې پاتې وي.
د هغه وکیل رسنیو ته ویلي چې تمه ده راتلونکې دوشنبه په ضمانت خوشې شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هغه مهال ونېول شو، کله چې نوموړي غوښتل د بلوچستان پرلت ته وینا وکړي. د بلوچستان پولیسو ادعا کړې چې د منظور پښتين پلویانو پرې ډزې کړي.