منظور پښتین: د بې ګناه خلکو وژنه دي بنده شي
۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعهد پاکستان په چمن کې سلګونه کسانو د ترهګرۍ ضد او د امن له پاره غونډه کړي چې د پاکستان حکومت له سخت بندیز سره سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دغه غونډې ته ورغلی و.
منظور پښتین په خپله وینا کې ويلي چې د پښتنو په سیمو کې پر ترهګرۍ سوداګري کيږي او په تېرو کلونو کې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوې دي. منظور پښتین وایي چې دوی په «لر او بر» افغان وطن کې د جګړې بندیدل غواړي.
نوموړی د افغانستان په ننګرهار کې د یوې دردونکي کیسې په یادولو سره وایي چې نور د میندو اوښکې د اولادونو په وژنه د ویر له امله وچې شوې دي: «تېر کال په ننګرهار کې په یوه جومات کې چاودنه کې ۸۷ کسان شهیدان شول، د یوې مور پنځه زامن وو او واړه پکې شهیدان شول. دغه مور پنځه واړه زامن په یوه زانګو کې رالوی کړې وو، د دې مور نور وسه ورنه رسیدو، زانګو یې په اور کې وسوځوله.»
اړوند مطلب: سوات کې لاریون؛ پښتین وايي خیبرپختونخوا ته ډالري جګړې راوړل کیږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغه راز په پاکستان کې د پښتنو په ورکیدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې تر اته زره پښتانه په زور ورک شوې دي.
هغه د ورکو خلکو له پاره عدالت غواړي: «زموږ غوښتنه دا ده چې هغوی دې عدالت ته وړاندې کړي. عدالت دې پریکړه وکړي، که مجرم وي سزا دې ورکړي او که بې ګناه وي راخلاص یې کړه.» د هغه په وینا «په زرګونو پښتان له عدالت پرته وژل شوي».
په کوټه کې د عوامي نیشنل پارټۍ ایالتي مشر اضغرخان اڅکزي هم دغې غونډې ته په تونده وینا کې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ بندیدو غوښتنه وکړه.
اړوند مطلب:د خيبرپښتونخوا حکومت له افغان کډوالو نالان دی
هغه وایي په مختلفو نومونو وژل کیږي: «په تېرو پنځوسو کلونو کې د مجاهد په نوم، د طالب په نوم او دهشتګردۍ په نوم زما خان په شهادت ورسید، زما سیاستوال په شهادت ورسید، زما وکیل په شهادت ورسید، زما تجار په شهادت ورسید، زما ډاکټر په شهاد ورسید.»
اړوند مطلب: په خيبر پښتونخوا کې د طالبانو د بيرته راتګ په اړه اندېښنې
اڅکزی زیاتوي اوس هر ماشوم او هره ښځه پوهیږي چې «د دوی پر وړاندې یو لوی قوت موجود دی، هغه ریاست دی، زموږ کورونه یې لوټې لوټې کړل. زما دا خاوره یې تباه او برباد کړه.»
په دغه غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په زورونو هم اندېښنه څرګنده شوه.
د جنوبي پښتونخوا ځوان سیاستوال خوشال کاکړ وويل چې افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لورې ځورول کیږي.
اړوند مطلب: پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غبرګونونه را پارولي
کاکړ زیاتوي چې پاکستان په دې وروستیو کې سلګونه افغان کډوال په غیر قانوني ډول بندیان کړي او تر شکنجې لاندې دي: «ناروغان، سپین سرې او سپین ږیري او کوچیان دي بندیان کړې دي، د هغوی بې عزتي کوي، وهل او ټکول کیږي. موږ د دې په سختو الفاظو غندنه کوو.»
خوشال کاکړ د پاکستان له حکومت وغوښتل، چې له زندانونو افغان کډوال آزاد کړي او نور له افغانانو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي.