په کلني ډول په لسهاوو زره افغانان پاکستان ته د درملنې له پاره ځي خو د ویزې له ترلاسه کولو وروسته، ګڼ شمیر افغانان په پاکستان کې هم له ستونزو او کړاونو سر ټکوي. د پیښور په شخصي روغتونونو کې یا خو شتمن پاکستانیان او یا هم زیاتره نابلده افغانان درملنه کوي. په پیښور کې د یو شمیر افغان ناروغانو پر وضعیت مدثر شاه رپوټ جوړ کړی دی.