1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلینسکي له نړیوالو د هوايي دفاعي سیستم غوښتنه کړې ده

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

پر اوکراین باندې د روسیې د کميکازي په نوم د بې پيلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته، کیف له نړیوالې ټولنې د دفاعي سیستم غوښتنه کړې ده. زیلینسکي د روسیې دغه بریدونه ترور بللی دی.

https://p.dw.com/p/4IM2z
Ukraine-Krieg | Drohnenangriffe auf Kiew
انځور: Roman Petushkov/REUTERS

پر اوکراین باندې د روسیې د «ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو» تر بریدونو وروسته، کیف له نړیوالې ټولنې دغه هیواد ته د دفاعي سیستم د ورکړې غوښتنه کړې ده.

زیلنسکي د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه خپاره سوي بیان کې وویل : «نړۍ کولی سي او باید [د روسیې له لوري] دغه ترور ودروي. کله چې موږ د اوکراین د هوایې دفاعي توغندیز سیستم د اړتیا په هکله خبري کوو، موږ د حقيقي ژوندونو په هکله خبرې کوو، هغه چې په ورځني ډول د ترهګرو له خوا وژل کیږي.»امريکا او آلمان اوکراين ته دافع هوا سيسټم لېږي

زیلنسکي وویل: «دا یوازې د اوکراین په ګټه نه دي. روسیه چې هر څومره د تروریستي بریدونو فرصت کم ترلاسه کړي، دغه جګړه هغومره ژر ختمیدلی سي.» زیلینسکي دغه څرګندونې پر یو شمیر اوکرایني ښارونو باندې د روسیې تر شدیدو بمباریو وروسته وکړې.

زیلنسکي همدا راز زیاته کړه چې: «د دوشنبې په ورځ پر اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه د ایراني بې پیلوټه الوتکو «کميکازا» الوتکو پرمټ شوي دي.

د کیف په تازه بمباریو کې د اوکرایني چارواکو په خبره، څلور تنه وژل سوي دي. د ځايي چارواکو په خبره، په وژل سوو کسانو کې یوه ښځه چې شپږ میاشتنی میندواره وه له خپل خاوند سره وژل سوی دی.

Ukraine Kiew | Wolodymyr Selenskyj, Präsident
انځور: Ukrainian Presidential Press Office/AP Photo/picture alliance

ویل کیږی چې د اوکراین پلازمینه کیف کې د بریدونو له پاره د ایراني ځان وژونکی بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل سوی دی، خو تهران مسکو ته د پوځي تجهیزاتو د رسولو څخه انکار کړی دی.

د روسیې د الوتکې سقوط او له کبله یې مرګ ژوبله

روسي رسنیو د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د روغتیا وزارت د ویاند له قوله لیکلي چې د روسیې په جنوب لویدیځه سیمه کراس نادار کرای کې د يیسک بندري ښارګوټي کې د پوځي الوتکې د رالویدو له امله ۱۳ تنه ووژل سوي دي.

پر کیف د روسیې د بی پیلوټه الوتکې برید

د ریا خبري اژانس په حواله د روسیې د دفاع وزارت وایې چې د سو - ۳۴ ډوله بم غورځوونکې الوتکې تر نسکوریدو وروسته په شاوخوا ۲۰۰۰ مترمربع سیمه کې اور رامنځ ته کړی.

د کراسنادار کرای والي وینیامین کوندراتیف  تر یادې پیښې څو ساعتونه وروسته وویل چې د بیړنیو مرستو عملې وکولی شول چې اور کابو کړي.

Ukraine Kiew | Raketenangriff | Wärmekraftwerk
انځور: State Emergency Service of Ukraine via REUTERS

یسک د ازوف سمندرګي په غاړه کې پروت ښار دی، چې د اوکراین سره پوله کې د روسیې په خاوره کې دی. په دې سیمه کې چې شاوخوا ۹۰ زره اوسیدونکي لري، د روسیې د هوايي ځواکونو یوه پوځي اډه هم موجوده ده. 

 (AFP, AP, dpa, Reuters)